په هرات کي څه تیریږي؟
د هرات په اطرافو کي د ګذرې او انجیل پر ولسوالیو باندي د طالبانو د حملو تر ډیریدو وروسته د ځانګړي ځواک په سلونو کسان دغه ولایت ته تللي او تصفیوي عملیات شروع سوي دي. نور حال په دغه انځوریز البوم کې:
په هرات کي څه تیریږي؟
محلي چارواکو اعلان کړی دی، چي د هرات په مختلفو برخو کي د امنیتي او ولسي ځواکونو ګډ عملیات دوام لري. دهغوی په خبره د افغانستان د هوايي قواوو د حملو په نتیجه کي طالبان د هرات د غربي برخي څخه وتلي دي.
د هرات په جنګ کي د اسماعیل خان حضور
په هرات کي د طالبانو د حملو تر ډیریدو وروسته د جهاد د پخواني قوماندان اسماعیل خان په مشرۍ ولسي حرکت شروع سوی دی. د مالان پر پله باندي د طالبانو تر حملې وروسته د اسماعیل خان قواوي د جبهې اول خط ته تللي دي. ځیني معتقد دي، چي په جنګ کي د جهاد د وخت د دغه قوماندان حضور د هرات د خلګو او امنیتي قواوو د روحيې د تقویه کیدو سبب سوی دی.
د ښار په شاوخوا کي د جنګونو شدت
طالبانو د هرات د ۱۳ ولسوالیو تر نیولو وروسته خپلي حملې د انجیل او ګذرې او هم د ښار پر شاوخوا باندي ډیري کړي دي. د دغو حملو په نتیجه کي طالبانو د انجیل او ګذرې ولسوالیو سره په اته کیلومترۍ کي څو امنیتي پوستې سقوط کړې او دامنیتي قواوو یو تعداد کسان يې مړه او زخمیان کړل.
د ملګرو ملتو پردفتر باندي د حملې په مقابل کي عکس العملونه
په هرات کي د ملګرو ملتونو د سازمان پر دفترباندي حملې هم په داخل او هم خارج کي سخت عکس العملونه د ځانه سره درلودل. د هغې جملې څخه د ملګرو ملتو عمومي منشي هم دغه حمله وغندله او د عاملینو د پیژندلو او محاکمه کیدلو غوښتنه یې وکړه. د افغانستان د بشر د حقوقو کمیسون په خبره دغه حمله د جنګي جنایت په قطار کي راځي.
هرات ته د ځانګړو قطعاتو په سلونو کسانو لیږل
د افغانستان د دفاع وزارت اعلان کړی دی، چي هرات ته یې د ځانګړو قطعاتو په سلونو کسان لیږلي دي. په دغه ولایت کي د جنګ رهبري د افغانستان د امنیتي مسایلو مرستیال پرغاړه لري. د دفاع او داخله وزارتونو ویاندان وايي، چي په دغه ولایت، خصوصأ د ښار په شاوخوا کي به د «طالبانو د سرکوبه کولو» تعرضي عملیات ډیر سي.
د خلکو تشویشونه او سرګرداني
د طالبانو د حملو د بیري د هرات ښار په دغو ورځو کي تر پخوا ډیر خالي دی. په اجتماعي شبکو کي د طالبانو پراخو تبلیغاتو د هغوی پرمختګ ته لا زمینه برابره کړې ده. د هرات محلي چارواکي ټینګار کوي، چي د ګذرې او انجیل پر ولسوالیو باندي د طالبانو د حملو په نتیجه کي ډیر فامیلونه چي خپل کورونه یې پرې ایښي دي، ښار ته پناه راوړې ده.
د ښار په کمربندونو کي د ولسي قواوو ځای پر ځای کیدل
چارواکي وايي، چي امنیتي او ولسي قوتونه د دغه ولایت په مختلفو برخو، خصوصأ ښار ته د داخلیدو په کمربندونو کي مؤظف سوي دي. د محل ځیني اوسیدونکي وايي، چي د منار پل په ساحه کي تر دوو ورځو غیابت وروسته طالبان بیرته راغلي دي.
د جنګونو ډیریدل او د تعلیمي مرکزونو تړل
د هرات د نظامي هماهنګۍ شورأ خبر ورکړی دی، چي د تصفیوي عملیاتو د شروع کیدو په دلیل په ګذره او انجیل ولسوالیو کي دولتي او خصوصي مکتبونه تړل سوي دي. نوري ولسوالۍ د طالبانو په لاس کي دي.
د هرات د هوايي میدان د فعالیت بندیدل
اوسنی وضعیت د دې سبب سوی دی، چي د هرات هوايي میدان د درو ورځو دپاره د داخلي او خارجي پروازنو پرمخ بند سي او د هرات صنعتي ښارګوټی هم فعالیت ونه کړي.