1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

نیمروز کې له ایرانه راشړل سويو افغان معتادینو شمېر زیات شوی

شبنم الکوزۍ
۱۴۰۱ شهریور ۴, جمعه

د نیمروز ولایت د معتادینو د مرکز چارواکي وايي چې له ایران څخه په راشړل سويو افغانانو کې ډېر یې معتادین دي چې اوس د دغه ولایت پر واټونو او کنډوالو کې را غونډ شوي دي او دوی يې د تداوۍ له پاره ځای او امکانات نه لري.

https://p.dw.com/p/4G5Sh
په نیمروز کې د معتادینو د درملنې له پاره کافي مرکزونه نه شته
په نیمروز کې د معتادینو د درملنې له پاره کافي مرکزونه نه شتهانځور: Noorullah Shirzada/AFP/Getty Images

د نیمروز ولایت د معتادینو مرکز مسئول خلیل کاظمي له دویچه ویلې سره په یوې مرکه کې وویل چې دوی د بستر د تعداد او امکاناتو په اندازه ناروغان تداوي کوي خو وايي اوس د دغو کسانو شمېر هلته دومره زيات دی چې دوی نه په رسيږي. هغه وايي دوی ۵۰ بستره لري خو د معتادينو شمېر تر هغه څو چنده زيات دی.

هغه وويل: «د طالبانو د واکمنیدو وروسته په نیمروز کې یو لوی کمپ اته میاشتي مخکې یو ځل جوړ شو او ۱۸۰۰ معتادین پکې را ټول شول او تداوی یې ترسره شول.»

له ایران څخه راشړل سوې کسان وایې چې کورنۍ یې په ایران کې پاته دي او بیرته غواړې چې له خپلو کورنیو سره یوځای شې.

علي اصغر چې درې میاشتي کیږې له ایران څخه شړل شوی، وایې: «نور هیڅکله به هم نشه توکې استفاده نه کړم دا به زما وروستی ځل وې اوس له حکومت څخه غواړم چې زما سره مرسته وکړې چې خپلو ماشومانو ته ورشم.»

نااميدۍ او بې وزلۍ په افغانستان کې د مخدره موادو استعمال زيات کړی

خو له دغو معتادینو څخه بیا ځینې یې روغتون ته له تلو ډار لرې او وایې که طالبان مو پیدا کړې، نو روغتون ته مو بیایې او هلته زموږ سره سم چلند نه کیږې شکنجه کوې مو.

له ایرانه را شړل شوی یو بل افغان کډوال له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې ۵۳ کسانه د ده په شمول له ایرانه راوشړل سول او يو څه وخت په یوې کنډواله کې اوسیدل خو اوس د نیمروز د معتادینو د درملني مرکز ته راوړل شوې دي: «زه دلته هیڅوک نه لرم، خود به مواد څکم، ولې یې پرته له کوم دلیله زه له ایرانه وشړلم، زه یې له خپلې کورنۍ بیل کړم.»

د نیمروز ولایت ځایې اوسیدونکي وایې چې د معتادینو شمېر مخ پر زياتيدو دی او دوی نه غواړې خپلو کورنو ته وګرځې دا ځکه چې په نیمروز کې نشه یې توکې په ازرانه بیه پیدا کولی شې.

پ افغانستان کي اوس هم کوکنار کرل سوي؟

په نيمروز کي د معتادينو د درملني د مرکزونو چارواکي وايي چې دوی په کافي اندازه ځای نه لري چي معتادين له واټونو څخه ټول کړي.

خو د نیمروز د امنیه قومندانۍ ویاند بهرام حقمل دویچه ویله ته وویل چې د دغو مرکزونو شکایت بې بنسټه دی، او دوی په کافي اندازه ځای لرې چې د دغو معتادینو تداوی وکړې: «د مخدره موادو سره د مبارزې اداره، حلال احمر او یو شمیر نور داسې خصوصي ادراې دي چې د دغو معتادینو په درملني کې ورسره مرسته کوي، او د دې تر څنګ پیسې هم ورکوې چې خپلو کورنو ته بیرته وګرځې.»

د طالبانو ولکه؛ پر معتادينو چاپي ډېرې شوي دي

دا په داسې حال کې ده چې له څو میاشتو راهيسي له ايران څخه د ځينو افغان کډوالو د شړلو لړۍ پیل شوې ده او ډېر یې هم هغه کسان دي چې هلته [په ايران کې] په نشه یې توکو روږ شوې او اوس بیرته افغانستان ته شړل کیږې.

په افغانستان کې د «شیشې» نشې معتادین زیات شوي

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai