1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي اوس هم کوکنار کرل سوي؟

صفت الله زاهدي
۱۴۰۱ خرداد ۱۳, جمعه

طالبان وايي چې په افغانستان کې د مخدره موادو کښت او توليد صفر سوی او هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې کوکنار وکري. دوی وايي چې اوس يې د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاين هم پيل کړی دی.

https://p.dw.com/p/4CGJE
Afghanistan Taliban roden Opium-Mohnfelder
انځور: Abdul Khaliq/AP Photo/picture alliance

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقې د جمعې په ورځ په کابل کې خبریالانو  ته ویلې چي په ټول هیواد کې د کوکنارو کر کیله صفر سوې او هیڅوک به له دې وروسته نور کوکنار پخپلو ځمکو کي وه نه کري.

متقي وویل: «موږ بیا وتوانیدو چې په ټول هیواد کي د کوکنارو پر کښت داسي بندیز ولګو چي کښت مو يې صفر ته راټیټ کړ، هغه دنیا چې ټول شکایت کوي یوه روپې یې راسره مرسته نه ده کړی، خو دوی تبلیغات کوي چي مخدره توکې نورو هیوادونو ته ځې د بندیز په اړه یې څه نه وایې.»

هغه وویل چي په تیر حکومت کي شاوخوا ۴ میلیونه انسانان په مخدره توکو روږد وه او هرکال دغه کښتونه کرل کیدل.

Afghanistan Taliban verbieten Mohnanbau
آرشیف انځورانځور: Sibylle Licht/DW

د هلمند د ګرمسیر ولسوالۍ اوسیدونکې محمد داود دویچه ویله ته وویل: »له هغه وروسته چې طالبانو خلکو ته د کوکنارو د نه کرلو امر کړی هیچا هم له دې وروسته نه دي کرلي.« هغه زیاته کړه چې طالبان کور په کور ګرځې او هر هغه کس چې کوکنار یې کرلي وي، بزګران یې بندي کوي او ځمکې یې د کوکنارو له کښتونو صفا کوي.

هغه وویل: «په مارجې ولسوالۍ کې خلکو کوکنار کرلي وه کوکنار یی مات او دوی یی بندیان کړه. طالبان په هره مېله کې اعلانونه کوي چي که هرچا د خپل کور د بام پرسر هم کرلې وه لا یی نه پریږدو.»

خو د هیواد د یوشمیر ولایتونو اوسیدونکې وایې بيا وايي چي که چیری طالبان د کوکنارو د کښتونو د بندیز سره سم بزګرانو ته د بدیل معشیت پروګرام پیل نه کړي د فقر او بې وزلۍ ګراف به لا نور هم لوړسې.

Afghanistan Taliban roden Opium-Mohnfelder
آرشیف انځورانځور: Abdul Khaliq/AP Photo/picture alliance

د نیمروز ولایت اوسیدونکې عبدالولي پتیال دویچه ویله ته وویل: «ټولو ولسوالیو ته یی خبر ورکړی دی. طالبان هیڅوک نه پریږدي چي کوکنار و کري خو ځايي خلک غوښتنه کوي چي دوی ته باید بدیل ورکړل سې که چیري بدیل يې نه وي نو خلک به له سختو مشکلاتو سره مخ سې.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وایې، دوی به هيڅوک پرېنږدي چي کوکنار وکري: «د فرمان د صدور له نیټې وروسته هر هغه څوک چې له دې امر څخه سرغړونه کوي یا یی کړې ده، د اسلامې امارت ځواکونه یې پر وړاندې دریږي هیچاته اجازه نه ورکوې چې کوکنار و کرې.»

د مخدره موادو او جرمنو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې له خوا د خپاره سوو معلوماتو په حواله په ۲۰۲۱م کال کې پر ۱۷۷ زره هکټاره ځمکه په ټول افغانستان کې کوکنار کرل سوي ول چي د ۶۵۰ ټنه هیروينو د توليد له پاره ترې په کافي اندازه ترياک ترلاسه سوي وه. دا د ۲۰۲۰م کال په پرتله ډیر بلل سوي دي.

د «يو ان او ډي سي» په تازه رپوټ کې راغلي دي چې په ۲۰۲۱م کال کې د افغانستان د ترياکو د توليد ارزښت د ۱،۸ او ۲،۷ ميليارده ډالرو ترمنځ وو چې د دغه هيواد د قانوني صادراتو څخه یې بيه ډېره لوړه وه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب