په ننگرهار کي سيمه ييز پوليس ځانمرگي بريد کړی، په بدخشان کي د يوې ولسوالۍ پر سر جنگ روان دی
۱۳۹۳ اردیبهشت ۳۱, چهارشنبهد ننگرهار د والي ویاند احمد ضيا عبدالزي، د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د می ۲۱) دویچه ویله ته وویل چي برید کوونکی سیمه يیز پولیس و او د ولسوالۍ په مقام کې یې ځان الوزولی دی.
د هغه په خبره په دغه ځانمرگي بريد کي د حصارک د سیمه يیزو پولیسو قوماندان زر ولي او د هغه یو ساتونکی وژل شوي او د ولسوال عبدالخالق معروف په ګډون نهه تنه نور ټپيان شوي دي، چې ډیری یې د ولسوالۍ مامورین دي.
عبدالزی وايي د برید په تړاو پلټني پیل شوي دي او ډیر ژر به روښانه شي چې سیمه يیزپولیس څرنگه په ځانمرگي بریدگر واوښت.
د دغي پيښي پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده. د دغي ډلي يوه وياند ذبيح الله مجاهيد په سيمه کي رسنيو ته په لېږل سوي تليفوني پيغام کي د ډيرو دولتي مامورینو د مرگ ژوبلي چي په خبره يې ۱۸ تنه پوليس هم پکښې وژل شوي دي ادعا کړې ده. هغه ويلي دي چې بریدگر له ډیري مودې راهيسي له دوی سره وو.
د بدخشان ولايت له يمگان ولسوالۍ څخه تکتيکي پرشا تگ
د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې وسله والو طالبانو د پولیسو پر یو شمېر پوستو باندي بریدونه کړي دي چې په پایله کې یې شپږ تنه پولیس افسران وژل شوي دي. د بدخشان ولایت د امنیې قوماندان جنرال فضل الدین عیار، د چهارشنبې په ورځ د «اسوشېتيد پريس» خبري آژانس ته ویلي دي چې وسله والو طالبانو په یمگان ولسوالۍ کې بریدونه کړي دي.
هغه زیاته کړې ده چې دغه جگړه د سه شبنې له ورځي راهیسي پیل شوې ده او تر اوسه ادامه لري. د هغه په وینا د پولیسو د تقویې له پاره نور ځواکونه دغي سیمي ته استول شوي دي.
ويل کيږي چي وسله والو طالبانو پر امنيتي پوستو باندي د يرغل پرمهال په دغه سيمه کي د موبائيل تليفون يوه پايه هم الوزولې ده څو د ولسوالۍ د پوليسو او مرکز تر منځ تماس قطع سي.
د عیار په وینا په دغه جگړه کې د پولیسو پر شپږو افسرانو سربیره، پنځه تنه وسله وال جنگیالي هم وژل شوي دي. طالبانو د دغه برید مسئولیت پر غاړه اخیستی دی او رسنیو ته یې په لیږل شوي پيغام کې ادعا کړې ده چې د یمگان ولسوالۍ پر مرکز یې خپل بیرغ پورته کړی دی.
خو د بدخشان د امنیې قوماندان فضل الدین عیار بیا وایي چې پولیس په تکتیکي توگه له دغه سیمي څخه پر شا شوي دي او اوس د دغه ولسوالۍ په چارچاپیر کې پرتو غرونو کې له طالبانو سره په جگړه بوخت دي.