1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په ننګرهار کې د طالبانو په نښته کې څلور ملکیان وژل شوي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۸, سه‌شنبه

چارواکي وايي چې د سه شنبې په ورځ له غرمې مخکې د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ولسي وګړو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې چې له امله یې یو شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

https://p.dw.com/p/2xNAR
Symbolbild Terrorismus Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي، دویچه ویله ته وویلچې یاده جګړه د بټي کوټ په چاردهي سیمه کې شوې ده چې څلور ملکیان په کې وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان دي.

نوموړي د دې جګړې د رامنځته کیدو د لامل په اړه څه ونه ویل خو زیاته یې کړه چې سیمې ته پر وخت امنیتي ځواکونه رسېدلي او پر وسله والو یې ځوابي برید ترسره کړی دی. د دغه افغان چارواکي په خبره په پیښه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو هغه یې شمیرې وړاندې نه کړې.

د ځایي اوسیدونکو په حواله څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو په بټي کوټ ولسوالۍ کې له خلکو غوښتي وو چې په امنیتي ځواکونو کې دې له دندې کولو لاس واخلي خو دوی یې خبره نه ده منلې.

د بټي کوټ ولسوالۍ دوو اوسېدونکو نعمت الله نورزي، او امیرجان کوټوال، دویچه ویلې ته وویل چې د طالبانو غوښتنې ته د دوی له منفي ځواب وروسته د سه شنبې ورځ په سهار شاوخوا اته بجې یادې وسله والې ډلې غوښتل یو ځايي اوسیدونکی برمته کړي. هغوی زیاته کړه، کله چې عامو خلکو د طالبانو مخه ونیوله نو نښتې وشوې

نوروزي او کوټوال تایید کړې ده چې په نښتو کې څلور کسان وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپيان دي. د هغوی په خبره، طالبانو بیا یو بل ځایي اوسیدونکی له ځان سره هم بیولی دی.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، له رسنیو سره په اړیکه کې د بټي کوټ برید پړه منلې او ادعا یې کړې چې په سیمه کې یې د سیمه ییزو پولیسو د جوړیدو مخه نیولې ده. هغه زیاته کړې چې په پیښه کې څلور سیمه ییز پولیس وژل شوي او لس تنه نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې ځايي چارواکي په نښتو کې د سیمه ییزو پولیسو د وژل کیدو خبره ردوي.

امید دیدار/ ننګرهار