په لغمان کې څلور یاغیان او دوه پولیس وژل شوي
۱۳۹۶ تیر ۲۰, سهشنبهاعلان
د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک، ویلي دي چې پېښه د علي شینګ په وسلوالۍ کې د دوشنبې په شپه (د ۲۰۱۷کال د جولای ۱۰ مه نېټه) رامنځ ته شوې ده. د ځواک په خبره د پولیسو پر پوستې باندې د طالبانو برید دوه ساعته دوام وکړ چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه ملکي وګړي ووژل شول.
د اسوشيېتد پرېس خبري آژانس د خبر له مخي دغه افغان چارواکي ويلي چي تر برید وروسته سیمې ته اضافي سرتیري استول شوي دي چې له کبله یې افغان امنیتي ځواکونه وتوانیدل تر سختې جګړې وروسته طالبان پر شا وتنبوي.
ځواک روښانه کړې ده چې په نښتو کې د طالبانو ځايي قوماندان ادم خان، او څلور تنه نور یاغیان هم په نښتو کې وژل شوي دي. طالبانو لا تر اوسه پورې د پیښې په اړه څه نه دي ویلي.