1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانیستل څه ګټه کوي؟

۱۳۹۰ آذر ۲۶, شنبه

دغی پوښتنې ته د افغانستان ورځپانو په خپلو ننۍ ګڼو کې د خپلو تبصرو او تحلیلونو په ترڅ کې ځواب ویلی دی. ځینو تبصرو هغه د افغان حکومت لپاره یو دیپلوماتي ماته او ځینو نورو د لانجې د سیاسي حل لپاره یو مهم قدم ګڼلی دی.

https://p.dw.com/p/13UfL
د افغانستان مطبوعات
د افغانستان مطبوعاتانځور: DW

په سر کې د ملي آرمان ورځپاڼي په قطر هیواد کې د آلمان او امریکې په همکارۍ د طالبانو لپاره د پرانیستونکې دفتر په اړه یوه لیکنه خپره کړي ده .

آرمان کاږي چې د دغه دفتر جوړیدل به هیڅ راز ګټه و نه لري او طالبانو اوس په منزوي شوي حال کې دي او غواړي چې یو ځل بیا یوه داسي هسته پرانیزي چې په مټ یې له افغان حکومت او نړیوالي ټولني مادې او معنوي امتیازونه تر لاسه کړي.

د ملي آرمان لیکوال کاږي طالبانو ته باید په اوسني حال کې دا مجال ورنه کړل شي چې د خپلو فعالیتونو د همغږۍ او سمبالولو لپاره یو مصون دفتر ولري ځکه هغوي په روان زیږدیز کال کې ډير کمزوري شوي او په خپله په منځنیو اختلافونو کې هم ښکیل شوي دي.

په همدې حال کې د برخلیک په نامه یوې بلي ورځپاڼي هم همدې مسلې ته کتنه کړي ده .

ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان مسله له سیاسي ډیالوګ پرته د برچې په څوکې نه شي حل کیدالای او که دغه جګړه د وسلې په زور فیصله کیدای شوای نو اوس به هرو مرو یا دې خوا او یا هم هغې خوا ته شوي وای.

ورځپاڼه لیکونکی سیاسي ډیالوګ د نړۍ د هر هیواد د جګړې د خطمیدو یوازنۍ او بنیادې لار بولي.

د انیس ورځپاڼي بیا د افغان حکومت د هغه دریځ هرکلی کړی چې وای د نړۍ په هر اسلامي هیواد کې چې د وسله والو مخالفینو لپاره دفتر پرانیستل کیږي دوي ورسره موافق دي.

په داسي حال کې چې حکومت په لومړي سر کې د ترکېې او سعودي عربستان هیوادونه د وړاندیز په توګه وړاندي کړي ول.

انیس وایې چې د ولسمشر په ګډون تیره ورځ بیړنۍ امنیتي غونډه جوړه سوي وه او په هغې کې پریکړه وشوه چې که قطر وي او که بل کوم اسلامي هیواد دوی پکې د طالبانو لپاره د یوه دفتر له پرانیستلو سره همغاړي دي.

ولسمشر کرزي دغه پریکړه له دینې عالمانو، امنیتي چارواکو او خپلو ځینو سلاکارانو سره تر خبرواترو وروسته کړي.

له کابل څخه خپریدونکې چراغ ورځپاڼي بیا د افغانستان په یو شمیر لري پرتو سیمو کې د ژمې د را رسیدو موضوع څیړلي ده .

چراغ لیکي چې د افغانستان د یو شمیر غرنیو او سړو سیمو لارې د واروې د وریدو له امله بندي شوي او اوس په کار ده چې دغو خلکو ته بدیلې لاري پرانیستل شوي وای او ورته د ژمې لپاره خوراکي توکې برابر شوي وای.

چراغ لیکي چې په نورستان د بدخشان ځیني سیمي، غور، دایکندې او د بامیانو په ځینو ولسوالیو کې ډیری خلک د خوراکې او سونګ توکو د بیو له لوړیدو څخه شکایت کوي او په یو شمیر سیمو کې خو دغه توکې له یوه سره نه پیدا کیږي.

چراغ پر حکومت نیوکه کوي چې د دغې ستونزي چاره باید هغه مهال شوي وای چې هوا مناسبه او د موټرو د تګ را تګ لپاره لاري پرانیستي وي.

کابل/ میرويس جلالزی
کتونکی: عبدالباري حکيم