1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت له قطر څخه خپل سفیر راوبله

۱۳۹۰ آذر ۲۴, پنجشنبه

افغان حکومت قطر څخه خپل سفیر د مشوري لپاره رابللی دی. د رپورټونو له مخې کابل دغه کار په قطر کې د طالبانو د استازيتوب د جوړیدو د بریکړی وروسته د اعتراض په توګه تر سره کړی دی.

https://p.dw.com/p/13TGe
افغان حکومت د قطر څخه خپل سفیر هم راغوښتې دی
افغان حکومت د قطر څخه خپل سفیر هم راغوښتې دی

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کي وايي، چي اوس هم د قطر سره ښې اړيکي لري او خپل سفير يې د مشورې له پاره رابللی دئ.

ټاکل سوې چي په قطر کي د افغانستان سفير خالد احمد ذکريا به په دوو ورځو کي افغانستان ته ستون سي.

تيره ورځ «چهارشنبه» ځينو نړيوالو خبري آژانسونو او په خاصه توګه د خليج نيوز ورځپاڼي رپورټ ورکړ، چي د قطر شاهي حکومت پخپله خاوره کي طالبانو ته د سياسي دفتر د جوړيدو اجازه ورکړې تر څو له هغه ځايه خپل سياسي فعاليتونه پر مخ بوزي.

افغان حکومت له تيرو څو کلونو را په دېخوا په دې هڅه کي وو، چي طالبان د افغانستان څخه د باندي يو استازيتوب ولري تر څو افغان حکومت او نړيواله ټولنه وکولای شي د هغوئ سره خبري اتري وکړي.

دا په داسي حال کي ده چي د ترکيې هيواد هم تير کال طالبانو ته وړانديز کړي وو، چي په دغه هيواد کي خپل سياسي دفتر پرانيزي خو طالبانو بيا دغه وړانديز ته منفي ځواب ورکړی.

يوه افغان چارواکي د نوم د نه بربنډېدو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته ويلي چي قطر د امريکا او آلمان په مشوره طالبانو ته په دغه هيواد کي د يوه دفترد جوړولو اجازه ورکوي.

د هغه په خبره دا کار ددې له پاره تر سره کيږي، چي د افغانستان د سولي په بهير کي د خبرو اترو له پاره يو معلوم ادرس رامنځ ته شي.

دغه چارواکی زياتوي، چي افغانستان د قطر په خبرو کي د ونډه نه لرو په خاطر د اعتراض په توګه خپل سفير له دوحې څخه را غوښتی دئ.

قطر په افغانستان کي خپل سفارت نه لري او د سعودي عربستان د سفارت په چوکاټ کي خپلي چاري پر مخ بيايي.

دويچه ويله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش