په فراه کې یوه پولیس خپل څلور ملګري وژلي دي
۱۳۹۸ فروردین ۲۷, سهشنبهپه فراه کې ځايي چارواکي وايي چې یوه پولیس پر خپلو نورو ملګرو سرتیرو ډزې کړي دي او تر نیول کیدو وړاندې یې څلور تنه پولیس وژلي دي.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب وايي چې د برید په هکله پلټنې پیل شوي. د نوموړي په خبره دغه پیښه د دوشنبې په شپه رامنځ ته شوې ده. د امنیې قوماندانۍ ویاند د پیښې د ځای په هکله وویل چې یوه پولیس سرتیري د فراه ښار ته نیږدې په یوه امنیتي پوسته کې پر خپلو ملګرو پولیس سرتیرو ډزې کړي دي.
تر اوسه پورې کوم شخص یا ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی خو طالبان په فراه کې ډیر فعال دي. محب وايي چې تر څیړنو وروسته به څرګنده شي چې آیا په دې پیښه کې د طالبانو ډله ښکیله ده او که نه.
دغه پيښه په داسې یوه وخت کې ترسره کیږي چې طالبان تر پخوا غښتلي شوي او د افغانستان پر کابو نیمايي برخه کنترول لري.
طالبانو په دې وروستیو میاشتو کې پر افغان امنیتي ځواکونو او دولتي اهدافو باندې کابو هره ورځ بریدونه کړي دي. په دې ترڅ کې طالبانو د افغانستان د اوږدې جګړې د پای له پاره له امریکايي چارواکو سره څو ځله خبرې او مذاکرات هم کړي دي.
AP/KH.NZ