په فارس خلیج کې امریکایي بېړۍ ته د ایراني کښتیو نزدې کیدل
۱۳۹۵ شهریور ۱۷, چهارشنبهد امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزارت دوو کارکوونکو د سه شنبې په ورځ د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې د ایران په سویلي اوبو کې یو ځل بیا د ایران نظامي کښتۍ له امریکايي جنگي بیړیو سره مخامخ شوي دي.
د پېنتاگون دغو دوو کار کوونکو زیاته کړې ده چې د ایران د سپاه پاسدارانو یوه کښتۍ د «فایر بولت» نومې امریکایي گزمې بیړۍ ۱۰۰ مترۍ ته رسیدلي ده. د رپوټونو له مخې دا چې ایرانۍ کښتۍ مستقیما د امریکایي بیړۍ پر لور روانه وه نو د امریکایي بیړۍ قوماندې د بیړني شرایطو او د یوه برخورد د مخنیوي له پاره اړ شوې چې خپل مسیر بدل ورکړي.
پېنتاگون په دې نظر دی چې د امریکایي بیړۍ د قوماندې له ایرانۍ کښتې سره د تماس نیولو هڅې کومه نتیجه نه ده ورکړې. د متحدو ایالاتو پوځ د امریکایي بیړۍ پر وړاندې د ایراني کښتې مانور «خطرناک او غیر مسلکي» ارزولی دی.
دغه پیښه په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې په تیرې میلادي میاشتې کې هم د فارس په خلیج کې د یوې امریکایي بیړۍ پر لور یوه ایرانۍ کښتۍ په تیز سرعت سره ورنزدې کیده. امریکایي بیړۍ د خبرداري له پاره فیرونه هم کړي وو.
د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند لیزابت ترودو، هم دغې پیښې ته په خپل غبرگون کې ویلي چې د ایران دغه مانور غیر مسلکي او خطرناکه دي او په وینا یې پر دې نه پوهیږي چې د دغه اقدام انگیزه څه ده.
تر دې یوه ورځ دمخه د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزارت د هرمز په تنگې کې د ورته یوې پیښې څخه خبر ورکړی وو. د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ایراني ځواکونو د گزمې اقدمات د «نه منلو وړ» انگیرلي او دغه څه یې «د انديښنې او بې دلیله ترینگلتیا د زیاتیدو» په توگه ارزولي.
د متحدو ایالاتو د پوځونو د قوماندې د گډ مرکز مشر جنرال جوزف وتل، د سه شنبې په ویلي دي چې د ایران د سپاه پاسدران د پوځي کښتیو لمسونکي اقدامات انديښمنوونکي دي.
تر دې دمخه د ایران د دفاع وزیر حسین دهقان، په هرمز تنگې کې امریکایي بیړۍ ته د ایران پوځي کښتیو د نزدې کیدو خبر په اړه ویلي وو: «که چیرې هره پردۍ کښتۍ زموږ اوبو ته داخليږي، هغوی ته اخطار ورکوو، او که چیرې تیری وي مقابله یې کوو.»