امریکا، سعودي عربستان ته پوځي تجهیزات ورکوي
۱۳۹۵ مرداد ۲۱, پنجشنبهد امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت یا پنتاګون د سه شنبې په ورځ (د اګسټ میاشتې ۹مه نیټه) په ورځ خبر ورکړ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سعودي عربستان ته د ۱۵۳ ټانګونو په شمول د درونو پوځي تجهیزاتو له استولو سره موافقه کړې ده.
سربیره پر دې، به زرهدار وسایط، توغندي ویشتونکې دستګاوې او مهمات هم ریاض ته واستول شي.
د دغو تجهیزاتو ارزښت څه باندې یو میلیارد یورو ښودل شوی دی. سعودي عربستان ته د دغو تجهیزاتو د استولو له پاره تر هر څه مخکې باید د امریکا کانګرس موافقه وکړي.
امریکایي چارواکو د دغو تجهیزاتو د لیږد په تړاو ویلي چې سعودی عربستان د امریکا د متحده ایالتونو نژدي متحد دی چې د فارس خلیج سیمې په «سیاسي ثبات» کې مهم او تعینوونکی رول لري.
دوی ویلي دي چې امریکا دغه اقدام په یوه ستراتیژیکه سیمه کې د خپل یو متحد د امنیت او په ټوله کې د امریکا د ملي امنیت ساتلو په موخه کوي.
سعودي عربستان اوس مهال په هغه پوځي ائتلاف کې شامل دی چې د امریکا متحده ایالاتو په مشري د اسلامي حکومت یا داعش ډلې جنګیالیو پر وړاندې جګړه کوي.
عربستان سربیره پر دې په یمن کې د حوثي جنګیالیو پر ضد د پوځي ائتلاف مشري هم پر غاړه لري.
ملګرو ملتونو د روان کال په جون میاشت کې دغه پوځي ائتلاف په دې تورن کړ چې د یمن په هوایي بریدونو کې یې د ماشومانو په ګډون ملکي کسان وژلي دي. له هغې وروسته د بشر حقونو څو سازمانونو سعودي عربستان پر وړاندې د جزايي اقداماتو غوښتنه کړې وې.
نور مطالب: