په دوو چاودنو کې اته تنه ووژل شول
۱۳۹۴ تیر ۲۶, جمعهد افغانستان په بلخ ولایت کې چارواکو وویل چې په شولګره ولسوالۍ کې په یوم مسجد کې چاودنه شوې. چاودنه د اختر تر لمانځه وروسته رامنځ ته شوې ده.
د شولګرې ولسوال شجاع الدین عابد، د اسوشیتد پریس خبري آژانس ته ویلي دي چې په دغه چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان دي. لا تر اوسه پورې هیڅ کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
په یوې بلې پیښه کې په هرات ولایت کې امنیتي ځواکونه له مرګژوبلې سره مخامخ شوي دي. د دې ولایت هوایي ډګر ته نزدې هم د اختر تر لمانځه وروسته چاودنه شوې ده.
د هرات ولایت چارواکو ویلي دي چې په ګذرګاه ولسوالۍ کې د پولیسو یو موټر د سړک د غاړې پر یوه ماین برابر شوی دی چې په پایله کي یې شپږ تنه پولیس وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي. د هرات ولایت ویاند احسان الله حیات، ویلي دي چې د برید هدف د پولیسو ګزمه موټر وو. هغه زیاته کړې ده چې د ټپي شویو کسانو روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ دی.
د دغه برید پړه هم تر اوسه پورې کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو ډیر وخت طالبان په دغه شان بریدونو لاس پورې کوي.