1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په بلخ ولایت کې د مخابراتي خدماتو بندیدو خلک اندیښمن کړي

۱۳۹۸ تیر ۳۱, دوشنبه

له هغه وروسته چې په بلخ ولايت کي خصوصي مخابراتي شرکتونو د شپې له خوا خپل خدمات قطع کړل، ځايي چارواکو هم د دې کار په غبرګون کې د دغو شرکتونو دفترونه وتړل. دغه وضعیت د بلخ اوسیدونکي اندیښمن کړي دي.

https://p.dw.com/p/3MXk7
Straßenverkäufer in Afghanistan
انځور: DW

په افغانستان کې د مخابراتي خدماتو د تنظیم او نظارت اداره اترا، وایي چې د بلخ والي مخابراتي شرکتونو ته ویلي ول چې که د شپې له خوا خپل خدمتونه بند کړي، نو د ورځې له خوا به ورته حکومت د فعالیت اجازه ور نه کړي. له همدې کبله اوس په بلخ ولایت کې د مخابراتي شرکتونو دفترونه تر راتلونکي امر پورې تړلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې مخابراتي شرکتونو ویلي دي چې د شپې له خوا یې ځکه خپل خدمات بندول چې امنیتي ګواښونه ورته موجود ول.

د بلخ د والي ویاند احمد فرهاد، تیره ورځ دویچه ویله ته وویل: «د اتصلات شرکت مشر ویلي دي چې یوه کس له ناپیژندل شوې شمیرې څخه اړیکه نیولې او ګواښ یې کړی چې د شپې له خوا باید په بلخ کې خدمات قطع شي، که نه نو شبکې ته به یې اور ورته کړي.»

تر دې ګواښ وروسته دغه او نورو مخابراتي خصوصي شرکتونو په بلخ کې د شپې له خوا خپل خدمات بند کړل. اوس په بلخ کې یوازي «سلام» دولتي مخابراتي شرکت کار کوي.

د مزارشریف ښار د لسمې ناحیې اوسیدونکي سید عقیل بلخي، وویل چې تیره شپه او د دوشنبې په ورځ په بلخ ولایت کې مخابراتي خدمتونه بند ول. هغه زیاته کړه: «په خواشینۍ سره چې خلک له ډیرو ستونزو سره مخامخ شوي دي او ټولې مخابراتي شبکې قطع دي.»

دا چې یوازې د «سلام» دولتي شبکه کار کوي، نو له همدې کبله د دې شبکې د سیمکارتونو بیه هم له ۲۰۰ افغانیو څخه اوس آن تر ۲۰۰۰ افغانیو پورې رسیږي.

د مخابراتي شرکتونو د خدمتونو د تنظیم ادارې د اسنادو او اړیکو څانګې مشر محمد هارون عازم، وایي چې د مخابراتي شرکتونو د خدمتونو د بندیدو لامل هم روښانه نه دی. هغه زیاته کړه: «ځینو یې [ځینو شرکتونو] ویلي دي چې امنیت ښه نه دی. په ځینو برخو کې د هغوی انتنونه له ګواښ سره مخامخ وو. خو لا تر اوسه پورې موضوع په بشپړه توګه روښانه نه ده.»

د هغه په خبره اوس چارواکي د دې ستوزې د حلولو په هڅه کې دي. که څه هم په بلخ ولایت کې د شپې له خوا د مخابراتي خدمتونو قطع کیدل، یوه نوې خبره ده، خو د کندز، تخار او جوزجان په څیر ولایتونو کې بیا مخابراتي شرکتونه له یو څه مودې راهیسې د شپې له خوا خپل خدمتونه بندوي. هارون عازم په دې اړه وویل: «په دې سیمو کې خدمتونه د امنیتي مشکلاتو له کبله بندیږي خو په بلخ کې ښايي ستونزه بله وي.»

خو هغه د دغو احتمالي ستونزو په اړه معلومات ور نه کړل.

پروانه علیزاده