1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بریتانیا کې په لارۍ کې موندل شوي ۳۹ مړي ټول چینایان دي

۱۳۹۸ آبان ۲, پنجشنبه

پولیسو تائید کړې ده چې په یوې لارې کې موندل شوي ۳۹ مړي، ټول چینايان دي. دغه موضوع په شمالي ایرلند کې د درو ځایونو تر تلاشي وروسته اعلان شوې ده.

https://p.dw.com/p/3RrJO
Großbritannien Grays 39 Tote in Container entdeckt
انځور: picture-alliance/dpa/empics/S. Rousseau

د بریتانيا پولیسو او د چین د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ تائید کړه چې د انگلستان په سویل ختیخ کې په یوه لارۍ موټر کې موندل شوي ټول ۳۹ مړي د چینایي اتباعو دي.

د چهارشنبې په ورځ سهار چارواکو په یوې لارۍ کې ۳۹ مړي موندلي وو. لارۍ د اسیکس په یوې  صنعتي سیمه کې درول شوی وو. په مړو کې اته ښځې هم شاملې وې.

یو قرباني چې تر دې مخکې فکر کیدی ماشوم دی، په حقیقت کې یوه ځوانه نجلۍ وه. شکمن موټر چلوونکی چې ویل کیږي د شمالي ایرلند یو ۲۵ کلن ځوان دی، د قتل په تور نول شوی دی خو لا تر اوسه پرې په رسمي توګه تورونه نه دي لګول شوي.

پولیسو د څیړنو په ترڅ کې په شمالي ایرلند کې درې ځایونه تلاشي کړي. لا تر اوسه پورې روښانه شوې نه ده چې دغه کسان څرنګه مړه شوي دي، خو ډیر وخت غیر قانوني مهاجر په لاریو کې بریتانیا ته د تلو هڅه کوي.

مخکینۍ ورته پیښې

په ۲۰۰۰م کال کې هم په یوې لارۍ کې د بریتانیا په سویل کې د دوفور په بندر کې د ۵۸ چینایانو مړي موندل شوي وو. پناه غوښتونکو د بریتانیا پر لور خپل سفر د بلجیم له زیبروګه له بندر څخه پیل کړی وو.

داسې ښکاري چې د چهارشنبې ورځې په پیښه کې دې هم دې چینایي اتباعو خپل سفر له بلجیم څخه پیل کړی وي.

پولیسو ویلي دي چې د لارۍ کانتینر په کښتۍ کې له بلجیم څخه د پورفلیت بندر ته راغلی وو. دغه بندر هغې سیمې ته نزدې پروت دی چې لارۍ پکې موندل شوی دی. له بلجیم څخه بریتانیا ته د کښتۍ سفر ۱۲ ساعته دوام کوي.

ویل کیږي چې لارۍ موټر، پرته له کانتینر څخه، په بلغاریا کې ثبت وو خو سفر یې له شمالي ایرلند څخه پیل کړی وو.

دا په بریتانیا کې له ۲۰۰۵م کال راهیسې تر ټولو د ډیرو کسانو د وژل کیدو څیړنه ده. په دې کال کې ترهګریزو بریدونو ۵۲ کسان وژلي ول.

ms/nz (AP, Reuters, dpa, AFP)