1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د بریتانيا پولیسو په یوه لارۍ کې ۳۹ جسدونه موندلي

۱۳۹۸ آبان ۱, چهارشنبه

د بریتانيا پولیسو د دې هیواد په جنوب ختیځ ایسیکس ښار کې پر یوې لارۍ بار کانتینر کې د ۳۹ کسانو مړي موندلي دي. د پولیسو په خبره د لارۍ چلوونکی نیول شوی او پلټنې پیل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3RlS4
Großbritannien London | Essex Polizeieinheit
انځور: Imago Images/i Images/M. Wheatley

د بريتانيا پوليسو د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د اکتوبر۲۳مه) د دې هیواد په جنوب ختیځ ایسیکس ښار کې پر یوې لارې باندې بار په یوه کانتینر کې د ۳۹ کسانو جسدونه موندلي دي. پولیسو ویلي چې د موټر چلوونکی یې نیولی دی.

د پولیسو په حواله د لارۍ ۲۵ کلن موټر چلوونکی چې احتمالاً د شمالي آیرلنډ اوسیدونکی دی د قتل په تور نیول شوی دی. دغه جسدونه د لندن ښار ختیځ لوري ته په یوه صنعتي پارک کې د یوه لارۍ ډوله موټر په کانتینر کې موندل شوي دي.

د معلوماتو له مخې موټر د تیرې شنبې په ورځ له بلغاریا څخه د بریتانیا ویلز ښار ته داخل شوی دی. پولیسو د پیښې اړوند پلټڼې پیل کړي دي، څو د ۳۸ تنو بالغو کسانو او یوه تنکي ځوان هویت معلوم شي. د موټر سیمه اوس کلابنده شوې او دغه سیمه د تګ را تګ له پاره هم بنده شوې ده.