په بروکسل تر یوې چاودنې وروسته، یو شکمن کس وژل شوی
۱۳۹۶ خرداد ۳۱, چهارشنبهد بلجیم د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې هغه کس چې د بروکسل د اورګاډي په تمځای کې یې یوه وړوکې چاودنه رامنځ ته کړې وه، پیژندل شوی دی. لا تر اوسه پورې د دغه کس نوم نه دی خپور شوی. اوس هم د دغه کس د سابقې په اړه څیړنې روانې دي.
د سه شنبې په شپه ناوخته دغه کس تر چاودنې وروسته د هغو امنیتي ځواکونو له خوا چې د اورګاډي په تمځای کې په ګزمې بوخت ول، وژل شوی دی. د بروکسل د اورګاډي مرکزي تمځای د چهارشنبې په ورځ سهار وختي بیا پرانیستل شوی دی.
چارواکو ويلي دي چې د چاودنې له کبله مرګژوبله نه ده رامنځ ته شوې. د بلجیم د عمومي څارنوالي ویاند اریک فان دیر سیپت، ویلي دي چې پیښه د یوه ترهګریز برید په توګه څیړل کیږي.
چاودنې د شپې په نهو بجو، کله چې دغه سیمه له سیلانیانو او ځايي اوسیدونکو ډکه وي، رامنځ ته شوې. پولیسو ډیر ژر تمځاي او یو شمیر نورې سیمې تخلیه کړې.
د بلجیم لومړي وزیر چارلز میشل، او د کورنیو چارو وزیر یې پیښه له نژدې څاري. میشل پر خپله تویتر ټولنیزه پاڼه کې لیکلي دي: «له سرتیرو، امنیتو ځواکونو د اورګاډي له شرکت څخه مننه چې له ځانه یې مهارت او شجاعت ښولی دی.»
ځايي رسنیو د څارنوالۍ په حواله رپوټ ورکړی دی چې شکمن کس یو بکس او یو چاودیدونکی کمربند لره. یوه عیني شاهد ویلي دي چې شکمن کس د «الله اکبر» له ویلو سره خپل بکس والوزوه.