1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايدز د ځوانانو د اخته کېدو په هکله اندېښنې

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ آذر ۸, جمعه

ملګري ملتونه له ديرشو کلونو راهيسي له ايدز سره مبارزه کوي، په دغه موده کي برياوي ډيري ترلاسه سوي دي، خو انديښنې هم موجودي دي. په ځانګړي ډول د غريبو هيوادونو د ځوانانو په برخه کي.

https://p.dw.com/p/1AQQU
انځور: UAFC/Beatrijs Janssen

د ملګرو ملتونو د کوچنيانو د ملاتړ صندوق يا يونيسف په غريبو هیوادونو کي د ايدز په ناروغۍ د اخته ځوانانو د وژل کېدو په اړه د خطر زنګ وهلي دی. د يونيسف د تازه راپور له مخي په تيرو اوو کلونو کي په غريبو هیوادونو کي له ۱۰ کلنۍ څخه تر ۱۹ کلنو ځوانانو پوري د ايدز په ناروغي د اخته کېدو پيښي ډېري سوي دي.

د يونيسف په راپور کي راغلي دي چي يوازي په تير کال کي ۱۱۰ زره ځوانانو د ايدز د ناروغۍ له لاسه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، چي دا په سلو کي ۱۵ سلنه ډېروالی ښيي. په ۲۰۰۵ کال کي په دغو هيوادونو کي د وژل سوو کسانو شمېر نزدې۷۰ زره وو.

د يونيسف شمېرې ښيي چي په ۲۰۱۲ کال کي نزدې ۲،۱ ميليونو انسانانو له دغي ناروغۍ سره ژوند کاوه. د يونيسف دغه معلومات دا روښانه کوي چي ۹۰ په سلو کي کوچنيان چي تازه په ايدز اخته سوي دي له ۲۲ هيوادونو دي، چي ډېری يې د افريقا د صحرا په جنوب کي ژوند کوي.

له ايدز څخه د مونانيانو د مخنيوی بريا

د ملګرو ملتونو د چارواکو په خبره له ايدز سره بريالۍ مبارزه ډيرو پيسو ته اړتيا لري. د دوی په خبره ۵،۵ ميليارده ډالره کولای سي چي تر ۲۰۲۰ مېلادي کاله پوري د دوو ميليونو ځانانو د په ايدز د اخته کېدو مخنيوی وکړي. دغه بوديجه په ۲۰۱۰ کال کي نزدې ۳،۸ ميليارده ډالره وه.

يونيسف د نوو زېږېدلو يا مونانيانو په برخه کي د ايدز د اخته کېدو د مخنيوي د برياوو په اړه خبر ورکړی دی. د دغي ادارې په خبره له مېندو څخه مونانيانو ته د ايدز د ناروغۍ د انتقال د مخنيو تلاښونه بريالي دي. تير کال ۲۶۰ زره کوچنيانو په ايدز مبتلا سوي دي په داسي حال کي چي اووه کاله دمخه دغه شمېره دوه برابره يعنی ۵۴۰ زره تنه ول. په ايدز د اخته ناروغو ميندو په منځ کي د کوچنيانو د اخته کېدو کچه ځکه لږ سوې ده چي دغو مېندو ته په دوامداره توګه د ويرويس ضد درمل ورکول کيږي.

په افريقا کي په ايدز د اخته کېدو د پيښو لږوالی

د يونيسف په خبره، هغه مهال چي په ايدز د اخته ميندو درملنه نه کېده، د کوچنيانو يو پردريمه به يې تر زېږېدو يو کال وروسته مړه کېدل. د يونيسف رييس انتوني ليک وويل: «کوچنيان به لومړي کسان وي چي له ايدز سره د مبارزې په برخه کي زموږ له برياوو څخه برخه من سي. هغوی بايد وروستي کسان وي چي په دغه لار کي زموږ د ناکامۍ څخه رنځ وړي.» هغه زياته کړه: «نن نه بايد په ايدز د اخته يوې حامله داري ښځي کوچنی هم د [مور] په شان رنځ يوسي.»

د يونيسف د معلوماتو له مخي د افريقا په قاره کي چي تر بل هرځای ډېر انسانان په ايدز اخته دي د کوچنيانو د اخته کېدو کچه ډېره راکښته سوې ده: په غنا کي ۷۶ سلنه، په ناميبيا کي ۵۸ سلنه، په زمبابې کي ۵۵ سلنه، په مالاوي کي ۵۲ سلنه او ۵۰ سلنه په زامبيا او ايتوپيا کي. د يونيسف په خبره په نړيواله کچه د ايدز له ناروغۍ څخه د مړه سوو انسانانو کچه له ۲۰۰۵ مېلادی کال څخه تر ۲۰۱۲ مېلادي کاله پوري ۳۰ سلنه راکښته سوې ده.