1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې په ایدز اخته کسان ډیر شوي

رضا شیرمحمدی۱۳۹۲ تیر ۱۵, شنبه

افغان چارواکي وايي چې په افغانستان کې په HIV ویروس د اخته کسانو شمیر لوړ شوی دی. هغوی ټینگار کوي چې د دې ویروس د ودې یو لوی لامل د هغه په اړه د لږ عامه پوهاوي شتون دی.

https://p.dw.com/p/1936i
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د روغتیا د وزارت د «اچ اې وي» ادارې مشر ډاکټر فدا محمد پیکان، په دې هیواد کې په HIV یا دایدز ناروغۍ په ویروس د اخته کسانو نوې شمیرې په لاس کې نه لري خو هغه ټینگار کوي چې د دغو کسانو شمیر د ډیریدو په حال کې دی.

افغان چارواکي یوازې د ۲۰۱۱ کال تر پایه پورې په افغانستان کې په HIVد اخته کسانو له شمیر څخه خبر دي. دغه وزارت به خپلې نوې شمیرې د روان میلادي کال په دسمبر میاشت کې خپرې کړي. د ۲۰۱۱ کال د شمیرو له مخې په افغانستان کې ۱۳۶۷ کسان په HIV یا د ایدز ناروغۍ په ویروس اخته دي. خو ډاکټر پیکان بیا ټینگار کوي چې دغه شمیر کیدای شي تر دې هم لوړ وي. د هغه په خبره دا یوازې د هغو کسانو شمیر دی چې په داوطلبانه ډول یې خپله وینه معانه کړې ده. په دې ویروس ډیر شمیر اخته کسان د ټولنیزو لاملونو له کبله خپل روغتیايي حالت له نورو پټ ساتي.

چارواکي وایي چې په افغانستان کې د HIV ویروس د لیږد یو بل لوی لامل د مخدره موادو د کارونې پر مهال د څو کسانو له خوا د یوې ستنې کارول دي.
چارواکي وایي چې په افغانستان کې د HIV ویروس د لیږد یو بل لوی لامل د مخدره موادو د کارونې پر مهال د څو کسانو له خوا د یوې ستنې کارول دي.انځور: DW

احمد (مستعار نوم) د غزني ولایت اوسیدونکی دی. هغه تر دې مخکې په یوه اروپايي هیواد کې ژوند کاوه. هغه وایي: «که رښتیا ووایم نو په اروپا کې مې ډیرې عیاشۍ وکړې. اوس په دې پوه شوی یم چې په HIVاخته یم. تر درملنې لاندې یم. هره میاشت باید دوه وارې خپل ځان معاینه کړم.»

په افغانستان کې په HIVد اخته کسانو د شمیر د ډیریدو یو لامل د دغه ویروس په اړه د لږ عامه پوهاوي شتون دی. ډیر شمیر افغانان د HIV ویروسپه اړه معلومات نه لري او له یوه انسان څخه بل انسان ته د هغه د انتقالیدو په څرنگوالي خبر نه دي.

محمد هاشم د هلمند ولایت یو اوسیدونکی دی. هغه وایي: «زه نه پوهیږم چې د HIV ویروسن او ایدزناروغۍ له یوه انسان څخه بل ته څرنگه انتقالیږي. زه په دې هم نه پوهیږم چې په ایدز اخته کسان عادي وگړي دي او که له رواني لحاظّ له ستونزو سره مخامخ کسان دي.»

ښايي د افغانانو د کمو معلوماتو له کبله وي چې احمد نه غواړي د خپلې ناروغۍ په اړه له نورو کسانو سره وغږیږي.

اوس افغان حکومت د نړیوال روغتیایي سازمان او له مخدره توکو سره د ملگرو ملتونو د مبارزې ادارې په مرسته هڅه کوي چې د HIV ویروس او ایدز ناروغۍ په اړه افغانانو ته معلومات ورکړي او په دې ترتیب سره په دې ویروس د اخته کسانو د شمیر د ډیریدو مخه ونیسي.

HIV یو ډول خطرناکه ویروس دی چې کله د انسان بدن ته وداخل شي نو د هغه یا هغې د بدن پر دفاعي سیستم باندې برید کوي. کله چې دغه ویروس د انسان په بدن کې د خپلې ودې څلورمې مرحلې ته وسیږي نو انسان په ایدز ناروغۍ اخته کیږي او د ناروغ ژوند ته گواښ رامنځ ته کوي. لا تر اوسه پورې د ایدز د ناروغۍ د درملنې کومه لاره نه ده موندل شوې، خو ډاکتران کولای شي د انسان په بدن کې د HIV ویروس د ودې بهیر ورو کړي.

اوس مهال په افغانستان کې د HIV ویروس په اړه د معلوماتو ورکولو ۴۸ مرکزونه موجود دي. د ښاغلي پیکان په خبره همدا اوس د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د HIV په اړه د معلوماتو ورکولو ۴۰ پروژې هم په جریان کې دي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې په ایدز ناروغۍ د اخته کسانو د درملنې یوازې دوه مرکزونه په هرات او کابل ولایتونو کې موجود دي.

HIV یو ډول خطرناکه ویروس دی چې کله د انسان بدن ته وداخل شي نو د هغه یا هغې د بدن پر دفاعي سیستم باندې برید کوي.
HIV یو ډول خطرناکه ویروس دی چې کله د انسان بدن ته وداخل شي نو د هغه یا هغې د بدن پر دفاعي سیستم باندې برید کوي.انځور: picture alliance / © Bruce Coleman/Photoshot.

د افغان چارواکو په حواله د هغوی څیړنې ښيي چې افغانستان ته ډیر شمیر په HIV اخته کسان له گاونډیو هیوادونو څخه راځي. له همدې کبله اوس د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې داسې کلینیکونه جوړ شوي دي چې وگړي په کې خپله وینه په وړیا توگه معاینه کولای شي.

د HIV ویروس د جنسي مقاربت، وینې د لیږد، د مور د شیدو او له تخریشي وسایلو لکه د ږیرې ماشین څخه د گډې استفادې له لارې له یوه کس څخه بل ته انتقالیږي. پر دې سربیره هغه ماشوم چې مور یې په HIV اخته وي د مور په رحم کې په دې ویروس باندې اخته کیږي.

چارواکي وایي چې په افغانستان کې د HIV ویروس د لیږد یو بل لوی لامل د مخدره موادو د کارونې پر مهال د څو کسانو له خوا د یوې ستنې کارول دي. په مخدره توکو یو شمیر روږدي کسان د پیچکاریو په واسطه یو بل ته دغه خطرناکه ویروس لیږدوي.