په المان کې د ائتلافي حکومت مشرانو یوه لانجمنه موضوع حل کړی ده
۱۳۹۱ آبان ۱۵, دوشنبهاعلان
په المان کې د پارلماني ټاکنو کابو یو کال تر مخه د ائتلافي حکومت مشرانو د اختلاف وړ یوه مهمه موضوع حل کړې ده. د ائتلافي حکومت د مشرانو د اته ساعته غونډې وروسته هغوی پریکړه وکړه چې د داکترانو د معاینې درې میاشتنې فیس چې لس یورو کیږي، د نوي کال له پیل څخه له منځه یوسي. دغه خبره د مسیحي دموکراتانو (CDU)، د مسیحي سوسیالستانو اتحاد (CSU) او د آزاد دموکراتانو (FDP) د گوندونو مشرانو کړې ده.