په المان کې بناه غوښتونکو ته د پیسو پر ځای توکي ورکول کیږي
۱۳۹۱ مهر ۲۲, شنبهاعلان
د المان د کورنيو چارو وزير هانس پیتر فريدريش غواړي چي د سختو ضوابطو په ترڅ کي المان ته د پناه راوړونکو شمیر ټيټ کړي. نوموړي له بيلد ورځپاڼي سره په خبرو کي ويلي دي چي هغه کسان چي له امنو هيوادونو څخه المان ته راځي، هغوی ته به د امکان تر پولې نغدې پيسې نه بلکه د اړتيا توکي ورکول کيږي.
د نوموړي په وينا په امنو هيوادونو کي مخدونيا او سربستان هم شمیرل دي. د المان د کورنيو چارو د وزارت په وينا د سپتمبر په مياشت کي څه باندي 6700 انسانانو په المان کي د پناه غوښتنې عارضې وړاندي کړې دي چي اکثريت ئې د مخدونيا او سربستان سره تړاو لري.