1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

په افغانستان کې ولي هدفي وژني ډيري شوي؟

۱۳۹۹ آذر ۲۵, سه‌شنبه

د هدفي وژنو په لړ کې یوازي کابل په تېرو ۲۴ ساتونو کې د څو دولتي کارمندانو د وژنې شاهد دی. د کابل پولیسو منلې چې نن د دغه ولايت مرستيال والي په يوه مقناطيسي ماين چاودنه کې وژل شوی.

https://p.dw.com/p/3mjMn
Afghanistan Anschlag in Kabul
انځور: Omar Sobhani/REUTERS

د ننۍ پيښې دوې ورځي مخکې ناڅرګندو وسله والو د کابل په کارته نو سیمه کې یو څارنوال په ډزو وواژه. د تيري یکشنبې په ورځ د ولسي جرګې د یوه غړي توفیق وحدت پر موټر ماین چاودنې د هغه دوه ساتونکي ووژل.

ځانمرګي او وسله وال برېدونه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د شمېرو پر بنسټ، په تېرو شپږو میاشتو کې تر۵۰ ډېر ځانمرګي برېدونه شوي او تر ۱۰۰ ډیر بمي چاودنې او برېدونه.

دغه راز، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح له خوا د ورکړل شویو شمېرو پربنسټ، د تېرو څو میاشتو په پېښو کې ۳۰ سلنه یې د وژلو دي.

د افغانستان د مشرانو جرګې د امنیتي او دفاعي کمېسیون مشر هاشم الکوزي دویچه ویله ته وویل، د پلازمینې کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې هدفي وژنې ډېرې شوي: «هدفي وژنې، غلچکې برېدونه، اختطافونه، غلاوي جرمونه ورځې تر بلې د ډېرېدو په حال کې دي. تاسو د کابل په ښار کې وګوری چې څارنوال په امن کې نه وي، قاضي په امن کې نه وي، سیاسیون په امن کې نه وي، خبریال بې چاره په امن کې نه وي او دا مسؤلین د غفلت په خوب ویده دي.»

دغه افغان سناتور زیاتوي چې مسئول چارواکي په دې کمزوري مدیریت سره نه شي کولای چې د جګړو او هدفي وژنو مخنیوی وکړي.

د هدفي وژنو تر شا څوک دي؟

په افغانستان کې د وژنو لړۍ په اوږدېدو سره دا پوښتنه لاهم بې ځوابه پاتې ده چې دغه ځنځیري او هدفي وژنې څوک او ولې کوي؟

د چارو کتونکي رحمت الله ځلاند دویچه ویله ته وویل، ترهګریزې ډلې او د سیمي استخبارات په افغانستان کې هدفي وژنې کوي: «دوی په دې وژنو سره وحشت خپروي او د خلکو هغه غږ ټپ کوي چې د هيواد جوړونې له پاره پورته کیږي.»

د ځلاند په خبره ددغسې وژنو مخنیوی د منظمو امنیتي او استخباراتي پلانونو په مټ شونی دی.

په افغانستان کې د هدفي وژنو د دوام په اړه داسې مهال اندېښنې مخ پر ډېرېدو دي چې د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح له تېرې څه باندې یوې میاشتي راهيسي امنیتي مسئولیتونه پر خپله غاړه اخېستي.

د هدفي وژنو د مخنیوي له پاره د چارواکو اقدام

د غني لومړي مرستيال صالح د دوشنبې د ورځي د سهار ۶:۳۰ بجو غونډه کي ۵۱ امنیتي پرېکړه کې اعلان کړی چې په نیږدې ورځو کې د پولیسو د ګزمو شمېر لا زیاتیږي.

یوه انګېرنه داده چې ډيري هدفي وژنې د بې اسنادو او بې نمبره پلیټه موټرو په مټ ترسره کیږي.

صالح په دې اړه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «څلور ورځې وروسته د هغو موټرو چې پلېټونه یې خیره او د لوستو وړ نه وي، هم نیول کیږي.»

خو یوشمېر سیاستوال بیا د امرالله صالح دا غونډې نمایشي بولي او زیاتوي چې د امنیت په ښه کېدو او د جرمونو په کمېدو کې اغیزمنې نه دي تمامې شوي.

له دې ډلې د حزب وحدت ګوند مشر محمد محقق پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي: «په نمایشي پرېکړو د کابل او سترو ښارونو وضعیت د انفجار په لور مه وړی، ملي امنیت شورا فعاله کړی چې سم تصمیم ونیسي.»

د محقق په وینا هغه امنیتي پریکړې چې یو ساعت وروسته ډاګیزې کیږي، هیڅ  وخت بریالۍ نه وي.

د نوموړي اشاره د امرالله صالح هغو پریکړو ته ده چې هره ورځ یې د سهار پر شپږو نیمو بجو غونډه کې کوي او بیا یې پر خپله فیسبوک پاڼه په تفصیل سره خپروي.

اسماعیل شاکر – کابل