1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا د افغان جګړې پای؛ بايدن یې لا له اغېزه نه دی وتلی

۱۴۰۱ مرداد ۱۸, سه‌شنبه

په افغانستان کې د امريکا د جګړې له ختميدو راهېسې دا دولس مياشتې د ولسمشر جو بايدن له پاره هم آسانې نه وې. له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو پروسه، د بايدن د هغه وخت د نسبتاً نوي حکومت له پاره يو ستر بحران وو.

https://p.dw.com/p/4FJ6j
USA Joe Biden auf Corona Positiv getestet
انځور: Susan Walsh/AP Photo/picture alliance

د ۲۰۲۱م کال د دوبي په سر کې د امريکا متحده ايالاتو نوي ولسمشر ډېر لوړ پرواز کاوه. امريکايانو په پراخه کچه د بايدن فعاليتونه ستايل او د اقتصاد او د کرونا وبا په برخه کې یې د هغه د کړنو له کبله ترې خوښ او راضي ول.

خو بیا د اګست مياشت شوه، له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو انخلا چې ډېرې نیوکې پرې وشوې، د هغه له پاره د يوه ناوړه څه د پېل نخښه وه. دا د امریکا د شل کلنې جګړې د کتاب ناوړه پای وو: د امریکا له ملاتړه برخمن حکومت وپرځيد، په زرونو ناهيلو افغانانو هوايي ډګر ته مخه کړه او هڅه یې وکړه د وروستيو امريکايي کارګو الوتکو له لارې له هېواده ووځي.

له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو پروسه چې له ګډوډۍ سره مل وه، د بايدن د هغه وخت د نسبتاً نوي حکومت له پاره يو ستر بحران وو. دې د بايدن او د هغه د ډلې د وړتيا او تجربې په اړه پوښتنې را ولاړې کړې.

اوس چې د امريکا د افغانستان د جګړې د حتميدو لومړۍ کلیزه رانزدې ده، د افغانستان مسئله – چې د بايدن د ولسمشرۍ دورې يوه د اوج نقطه وه – اوس هم توده او حساسه ده. په داسې حال کې چې بايدن هڅه کوي د نوموړي په اړه د امريکايانو نظر چې د نظر پوښتنو په پايله کې ډېر مناسب نه وو، ښه کړي او په نوامبر مياشت کې د منځنۍ دورې تر ټاکنو مخکې د امريکايانو اعتماد بيرته په لاس راوړي.

بايدن: پريکړه مي د امريکايانو د ژوند ژغورني له پاره وه

د پنسلوانيا ایالت د مولنبیرګ په کالج کې د عامه نظر د انیستيتويت مشرکرستوفر بوریک وايي: «دا يوه مهمه لمحه وه چې هغه یې له اغیزه نه دی راوتلی.» هغه وويل چې تر ټاکل کيدو وروسته د بایدن له پاره د رايې ورکوونکو له نظره هر څه سم پر مخ روان ول يعني دا چې امريکايان له هغه د اقتصادي ثبات او له کرونا سره د مبارزې د چلن له کبله خوښ ول. او د نوموړي په خبره دا هغه څه ول چې په افغانستان کې یې د جګړې په پرتله امريکايانو ته ډېر اهميت درلود. خو هغه زياتوي چې افغانستان سره له دې هم د هغه د وړتيا انځور او حيثيت ته زيان ورساوه او هغه به هيڅکله د دې په بيرته رغولو ونه توانيږي.

د افغانستان مسئله د بايدن له پاره د بحرانونو د لړۍ يوازې يو پېل وو. په داسې حال کې چې بایدن لا له افغانستانه د ځواکونو د راايستلو له مسئلې سره ښکیل وو، د کوويد – ۱۹ پېښې يو ځل بيا پر ډېريدو شوې. تر دې وروسته په راتلونکو مياشتو کې د انفلاسيون، کارکوونکو د کمښت او پر اوکراین د روسیې د يرغل له کبله پر اقتصاد هم فشارونه راغلل. دې هر څه امريکايان اندېښمن کړل.

له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو تر وتلو او هلته واک ته د طالبانو تر رسېدو مخکې، د نظر پوښتنو له مخې بايدن ډېر محبوبيت او شهرت درلود. د ۲۰۲۱م کال په جولای میاشت کې د اسوشیتد پريس د ان او آر سي د عامه چارو د څېړنې د مرکز له خوا په ترسره شوې نظر پوښتنه کې هغه د ۵۹ سلنه امريکايانو ملاتړ درلود. د همدغه مرکز له خوا په تېره میاشت کې ترسره شوې نظر پوښتنه ښيي چې دغه ريټنګ اوس ۳۶ سلنې ته راټيټ شوی دی.

Afghanistan Chaos am internationalen Flughafen Hamid Karzai in Kabul
د کابل هوايي ډګر؛ د ګډوډۍ شيبېانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د سپينې ماڼۍ چارواکي او د بایدن متحدين هيله من دي چې ولسمشر به اوس له يوه بل بدلون سره مخ شي – خو دا به یې په ګټه وي ځکه چې اداره یې د اقتصاد په برخه کې ښو لاسته راړونو ته سترګې په لار ده.

همدا شان په همدې وروستيو کې سپينې ماڼۍ د روغتيا او اقليم ساتنې په برخه کې هم يو قانون نهايي کړ چې له مخې يې پر ښو عاید لرونکو او لويو شرکتونو ماليه لوړيږي. دا هغه څه دي چې د بایدن د ادارې په حواله به د انقلاسيون اغیزه يو څه راکمه کړي.

همدا راز د تېرې اونۍ په پای کې د سي آې ای له خوا په کابل کې د القاعدې د مشر ايم الظواهري وژل کیدل هم د بایدن د بريا په توګه درجه بندی شوي دي. بايدن ويلي دي چې دغه عمليات له افغانستان څخه د وتلو پريکړه تائيدوي.

له افغانستان څخه د ګډوډۍ سره د مل انخلا وروسته بایدن د قانون جوړونې په برخه کې نورې لاسته راوړونې هم لرلي دي. خو دغه لاسته راوړنو هغه د رایه ورکوونکو له ملاتړه نه دی برخمن کړی.

د پخواني ولسمشر بارک اوباما يو پخوانی لوړپوړی مشاور ایرک شولڅ، استدلال کوي چې د سپينې ماڼۍ د قانون جوړونې په برخه کې تر بريا وروسته د بدلون تمه لرلی شي. نوموړي وويل: «پوښتنه دا ده چې ديموکراتانو څه کړي ول کله چې هغوی په ۲۰۲۰م کال کې په واک کې ول.»

بايدن له افغانستان د وتلو په اړه انتقادي رپوټونه رد کړل

شولڅ زياته کړې چې هغه عمليات چې په ترڅ کې يې الظواهري ووژل شو، د دې ښکاروندی کوي چې د يوه قوماندان په توګه د بايدن درک يا شعور سم وو.

هغه زياتوي: «هیچا هم فکر نه کاوه چې زموږ [امريکا] تر وتلو وروسته به په افغانستان کې هر څه ګل ګلزار وي. خو د ولسمشر پريکړه د امريکا د ملي امنيت ګټو ته په کتو سره سمه ده او موږ کولې شو په سيمه کې د رزونو عسکرو د لرلو پرته د ترهګرۍ ضد جګړه پر مخ یوسو.»

ويليم هويل چې سياسي کارپوه او د شيکاګو پوهنتون د اغیزناک حکومت د مرکز مشر دی، وايي چې د انفلاسيون او کرونا وبا ستونزې هم وې، خو د افغانستان افتضاح د بایدن د ولسمشرۍ دورې يوه مشخصونکي نقطه ده.

امريکا متحده ایالاتو له افغانستان څخه ۱۳۰ زره انسانان د هوايي پله له لارې را وايستل چې امريکايي اتباع، د متحدو هيوادونو وګړي او هغه افغانان پکې شامل ول چې د امريکا له پاره يې کار کړی وو.

بايدن اوس هم د مهاجرو او کډوالو د وکیلانو له نیوکو سره مخامخ دی چې وايي اداره یې د هغو افغانانو په بيرته ځای پر ځای کولو کې پاته راغلې ده چې له امريکا سره يې په جګړه کې مرسته کړې وه.

د تېرې مياشتې د شمیرو په حواله اوس هم تر ۷۴۰۰۰ ډېرو افغانانو چې د مهاجرت ځانګړو ويزو ته یې عريضه کړې ده، ځواب یې نه دی ترلاسه کړی. دا هغه کسان دي چې د امریکا له پوځ سره يې د ترجمان په توګه او په نورو غير دولتي موسسې کې کار کړی دی.

د تېر کال په اګست مياشت کې واک ته د طالبانو تر رسېدو څو ورځې وروسته چې هیڅ تمه یې نه کيدله، د امريکا د ملي امنيت مشاور جېک سليوان ژمنه کړې وه چې سپينه ماڼۍ به له افغانستان څخه د انخلا پروسه له سره تر پايه پورې و ارزوي او هر اړخ ته بې کتنه وشي. خو تر اوسه په دې برخه کې ډېر پرمختګ نه دی شوی او تمه نه کیږي چې د اګست د ديرشمې نيټې د مخه يعني د انخلا تر کليزې پورې دې دغه څېړنه بشپړه شي.

ب. ص/ ن. ز (AP)