1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي پوځي حضور بايد امنيت شورا تصويب کړي

آژانسونه/ نجيب الله زیارمل۱۳۹۳ مهر ۱۳, یکشنبه

په ملگرو ملتونو کي د روسيې استازی ويتالي چورکين وايي چي په افغانستان کي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د بهرنيانو پوځي حضور بايد د ملگرو ملتونو د امنيت شورا له خوا تصويب سي.

https://p.dw.com/p/1DPxs
انځور: picture-alliance/dpa

چورکين په نيويارک کي له انترفکس خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي دي چي روسيه تمه لري د هغه پلان په اړه امنيت شورا ته راپور ورکړل سي، چي له مخي ئې تر روان کال وروسته په افغانستان کي نوی ماموريت پيليږي.

«موږ باور لرو چي دغه نوی چوکاټ [په افغانستان کي د بهرنيانو پوځي حضور] بايد د ملگرو ملتونو د امنيت شورا له خوا تصويب سي.»

امنيت شورا ته د افغانستان په اړه د اسنادو د تيارولو دنده د استراليايي هيئت پرغاړه ده. چورکين زياته کړې ده: «تر اوسه پوري معلومه نه ده چي دغي ډلي دي قطعنامه تياره کړې وي.»

چورکين ويلي دي: «موږ ټينگار کوو، مخکي تر دې چي نړيواله ټولنه په افغانستان کي نوی ماموريت پيل کړي. دوی بايد د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته راپور ورکړي چي ورته لارښوونه سوی ماموريت ئې څرنگه ترسره کړ.»

له نوي افغان ولسمشر اشرف غني احمد زي سره د دوه اړخيز امنيتي تړون تر لاسليک وروسته امریکا په پلان کي لري چي د روان مېلادي کال تر پايه پوري له افغانستان څخه اکثره پوځي ځواک وباسي او په نوي کال کي يوازي ۹۸۰۰ عسکر هلته پريږدي.

ناټو هم له افغانستان سره داسي تړون لاسليک کړ، چي له مخي ئې په ۲۰۱۵ کال کي په افغانستان کي پوځي حضور ولري او هلته يو نوی روزنيز ماموريت پيل کړي.

دغه ماموريت چي په پلان کي ده تر ۲۰۱۷ کاله پوري به دوام وکړي افغان امنيتي ځواکونو ته به روزنه ورکول کيږي، او له وسله والو طالبانو سره په جنگ کښې به ئې ملاتړ کيږي.