1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنیتا: له افغانستان سره به یوې موافقې ته ورسیږو

۱۳۹۰ بهمن ۲۶, چهارشنبه

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا، د سه شنبې په ورځ وویل چې امریکا او افغانستان د هغه تړون لاسلیکولو ته نزدې شوي دي چې له مخې به ئې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پوځي اډې ولري.

https://p.dw.com/p/143Pi
انځور: dapd

پنیتا وویل چې افغانستان او امریکا باید لا اوس هم د ځنينو موضوعگانو پر سر سره موافقې ته ورسیږي. په دغو موضوعگانو کې د شپې له خوا عملیات او افغان ځواکونو ته د بندیانو د مسئولیت لیږدول شامل دي.

پنیتا د امریکا د سنا پوځې کمیټې ته وویل: «موږ لا اوس هم په دوو موضوعگانو کې ستونزې لرو. یوه موضوع افغانانو ته د زندانونو د مسئولیت لیږدول او بله موضوع د شپې له خوا عملیات دي.»

پنیتا وویل چې د امریکا دولت هڅه کوي چې دغه ستونزې له منځه یوسي. هغه زیاته کړه چې مطمئن دئ چې د راتلونکو څو اونیو په ترڅ کې به دغه تړون لاسلیک شي.

افغان او امریکایي چاررواکو ویلي دي چې امریکا به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې پوځې حضور ولري . دا چې له دغه کال وروسته به امریکا په افغانستان کې څومره پوځیان ولري او څرنگه عملیات به ترسره کوې لا تراوسه پورې معلومه نه ده.

پنیتا د متحده ایالاتو د سنا غړو ته ویلي دي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته کیدای شي امریکا په افغانستان کې د تروریزم او القاعدې په وړاندې ځینې عملیات تر سره کړي او له افغان ځواکونو سره هوایي، استخباراتي او لوژیستیکي ملاتړ وکړي.

په غونډه کې امریکایي سناتور لیندزې گراهام، وویل چی کیدای شي امریکا له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ۲۰۰۰۰ او ۱۵۰۰۰ تر منځ سرتیري ولري. افغانستان تیره میاشت له فرانسې، ایټالیا او انگلستان سره هم ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړل.

بارک اوباما غواړي چې له افغانستان څخه خپل ټول جنگي سرتیري د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې راوباسي او د دغه هیواد امنیتې مسئولیتونه افغانانو ته وسپاري. کارپوهان وایي په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو پاته کیدل په دغه هیواد کې د کورنۍ جگړې د پیلیدو او د طالبانو له بیا قدرت ته د رسیدو څخه مخنیوی کوي.

د امریکا د دفاع وزیر همداراز د امریکايي سناتورانو په وړاندې وویل چې که قطر ته د طالب بندیانو د لیږد بهیر امریکا ته کوم گواښ رامنځ ته کړې نو دی به هیڅ وخت دغه بهیر تأیید نه کړي.

هغه زیاته کړه چې هر هغه څوک چې له گوانتانامو څخه آزادیږي باید د امریکا حکومت په دې قانع وي چي دغه کس يو ځل بیا د امریکا په دښمن نه بدلیږي.

په پلان کې ده چې د امریکا او طالبانو تر منځ په خبرو کې د اعتماد د فضا د رامنځ ته کولو له پاره امریکا د طالبانو یو شمیر بندیان له گوانتانامو څخه قطر ته ولیږدوي. قطر د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو اترو کوربه هیواد دئ.

مسعود جهش (د فرانسې خبرې آژانس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل