کرزی: د شپې عمليات د ستراتيژيک تړو په لاسليکولو کي خنډ دي
۱۳۹۰ دی ۴, یکشنبهد جمهوري رياست له خوا په کابل کي دويچه ويله ته په لېږل سوې اعلاميه کي راغلي، چي ولسمشر کرزي د هغه دولتي پلاوي سره تر کتني وروسته، چي د ملکي وگړو د مرگ ژوبلي د پلټنو په هدف کندهار، کاپيسا او پکتیا ولايتونو ته سفر کړی وو، ويلي چي د شپې له خوا عملیات او د افغانانو د کورونو تلاښي کول هغه څه دي چي د دواړو هيوادونو ترمنځ د ستراتيژيک تړون د لاسليکولو په مخکي خنډ دي.
هغه پلاوی چي د پلټنو له پاره يادو ولايتونو ته لېږل سوی وو، ويلي دي، چي په بريدونوکي ښځي او ماشومان هم وژل سوي دي.
پلاوي دغه راز ويلي دي، هغه عمليات چي د ملکي وگړو د وژلو سبب سوي، خپلسري او د افغان امنيتي ځواکونو سره د نه همږغۍ په وجه تر سره کيږي.
ددغو بمباريو څخه ژوندي پاته سوو کسانو د ولسمشر کرزي سره په ليدنه کتنه کي ويلي، چي د بهرنيو ځواکونو دغه ډول عمليات د زغملو نه دي.
ناټو دا منلې ده، چي په دې وروستيو کي په يو شمېر عملياتو کي ملکي وگړو ته زيان رسېدلی دئ.
د شپې له خوا د عملياتو بندېدل د دوديزي لويي جرگې يو له هغو شرطونو څخه دئ، چي د امريکا د متحده ايالاتو سره د ستراتيژيک تړون د لاسليکولو له پاره يې ولسمشر کرزي ته وړاندي کړل.
خو ناټو ځواکونه بيا وايي، چي د شپې له خوا عمليات د طالبانو د قوماندانانو د نيولو له پاره ډير موثر دي.
افغان ځواکونه تلاښ کوي، چي د خپلو مهارتونو په ډيرولو سره د شپې له خوا عملياتو قومانده پر خپله غاړه واخلي، خو ناټو وايي، چي ددغه ډول عملياتو ترسره کول ډير وخت ته اړتیا لري.
حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل