پمپيو: د قطر خبري اتري سولي ته د رسېدو له پاره ښه چانس دی
۱۳۹۸ اردیبهشت ۲, دوشنبهد امریکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چي د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د شنبې په ورځ د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په تليفوني خبرو کي د طالبانو «پسرلني عملیات» غندلي دي.
دغه وزارت زياته کړې ده چي پمپيو دواړه اړخونه هڅولي دي چي د قطر په غونډه کي پر گډونوالو توافق وکړي او ټينگار يې کړی دی چي دغه خبري اتري په افغانستان کي د سولي له پاره تر ټولو ښه چانس دی.
د قطر غونډه چي په پلان کي وه د تيري جمعې په ورځ د افغانستان د هيئت او وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ جوړه سي، په غونډه کي د گډون کوونکو پرسر اختلاف له امله وځنډول سوه.
د افغانستان حکومت دغي غونډي ته د۲۵۰ کسيز هيئت لېږلو اعلان وکړ چي پکښې پر دولتي چارواکو سربيره د اپوزيسيون سياستوال، د مدني ټولني استازي او ښځي هم شاملي وي.
د افغان حکومت پر دغه ليست وسله والو طالبانو نيوکه وکړه. دغي ډلي ويلي ول: «په قطر کي يو کنفرانس دی، نه واده يا مېلمستيا».
د غونډي تر پيليدو يوه ورځ مخکي د افغانستان حکومت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل: «وروسته له هغه چي د هيئت د تگ ټولي تیارۍ بشپړي سوې په تعجب سره باید ووایو چې له قطر څخه یو نوی ليست چي د ولس د متوازن شمولیت څخه بې برخي وو او د افغانستان د خلکو ملي ارادې او فیصلې ته د بې احترامۍ په مانا وو، راواستول سو چي دغه کار د افغان ولس له پاره د منلو وړ نه و.»
په اعلاميه کي زياته سوې وه: «دا چي د قطر حکومت په دې ونه توانید چي زموږ دا برحقه غوښتنه عملي کړي نو د قطر حکومت د دوحې کنفرانس لغوه کړ.»
af/N.Z/S.R(AP)