«پر خواجه عمري ولسوالۍ په بريد کي ولسوال وژل شوی»
۱۳۹۷ فروردین ۲۳, پنجشنبهد غزني ولایت ویاند عارف نوري، له فرانسي آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې پر خواجه عمري ولسوالۍ باندې د شوي برید په پایله کې شپږ پولیس وژل شوي او نهه استخباراتي مامورین ټپیان شوي دي.
د غزني ولایت د پولیسو مرستیال مشر رمضان علي محسني، نوموړي خبري آژانس ته ویلي دي چې یاغیانو سهار وختي د ودانۍ انګړ ته د داخلیدو له پاره له زینې کار اخیستي دی.
خو محسني بیا د ولسوال علي دوست شمس، پولیسو او استخباراتي مامورینو د وژل شوو کسانو شمیر ۱۳ تنه ښيي او په خبره یې د طالبانو یو شمیر جنګیالي هم وژل شوي دي.
رویترز خبري آژانس د محسني له قوله لیکلي دي چې په دغه برید کې د نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه له ۴۵ څخه تر ۵۰ یاغیان وژل شوي دي. د هغه په خبره طالبانو د ولسوالۍ ودانۍ ته اور هم اچولی دی.
محسني ویلي دي چې برید پای ته رسیدلی دی او ولسوالي د افغان امنیتي ځواکونو په کنترول کې ده. د هغه په خبره د طالبانو تر برید وروسته سیمې ته نور ځواکونه رسیدلي دي.
د غزني د ولایتي شورا یوه غړي غلام سخي امیر، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې طالبانو ۱۴ تنه وژلي دي. د هغه په خبره په برید کې د امنیتي ځواکونو تر څنګ ملکیان هم ټپیان شوي دي. هغه ویلي دي چې شپږ نور پولیس هغه مهال وژل شوي دي چې د موټرو پر کتار یې برید وشو.
فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې طالبانو د وټس اپ، پیغام له لارې خبریالانو ته په استول شوي پیغام کې د دغه برید مسئولیت منلی دی او ادعا کوي چې په برید کې «تر۲۰ زیات پولیس» وژل شوي او ځيني نور ټپیان دي. طالبانو په دغه برید کې د خپلو درو جنګیالیو د وژل کیدو خبر هم تايد کړی دی.
دا په تیرو څو اونیو کې د طالبانو تر ټولو خونړی برید وو. طالبان تر فشار لاندي دي، څو د ولسمشر اشرف غني د سولې د خبرو اترو وړاندیز ومني، خو تر اوسه پورې نوموړې ډلې په مستقیمه توګه دغه وړاندیز ته کوم غبرګون نه دی ښوولی.
زموږ له آرشیف څخه: