پخواني امریکايي پوځیان: د افغانستان جګړه په کولو نه ارزیده
۱۳۹۸ تیر ۲۰, پنجشنبهد دې نظر پوښتنې نتايج په داسې حال کې خپريږي چې امريکا متحده ايالات او طالبان د هغې جګړې پای ته د رسولو له پاره په خبرو اترو بوخت دي چې په ۲۰۰۱م کال کې په نيويارک کې تر بريدونو وروسته امريکا پېل کړې وه.
د پيو څېړنيزې موسسې له خوا چې دا سروې ېې ترسره کړې، ويل شوي: «د پخوانيو عسکرو ۵۸ سلنه او عوامو ۵۹ سلنه اکثريت ويلي چې د افغانستان جګړه په پرمخ بیولو نه ارزيده.»
د عراق او په سوريه کې د داعش ډلې پر ضد د امريکا د پوځي مداخلې په اړه هم ورته نظر موجود دی. ۶۴ سلنه پخوانيو عسکرو د عراق او ۵۵ سلنه د داعش د جګړې په اړه ويلي چې د «کولو ازرښت یې نه درلود».
د پيو څېړنيز مرکز له خوا زياته شوې: «هغه عسکرو چې په عراق او يا افغانستان کې یې جګړه کړې، د هغو په پرتله چې په دې جګړو کې یې برخه نه ده اخیستې، اوس له دغه جګړو او هلو ځلو څخه نور ملاتړ نه کوي. د عسکرو نظرونه د رتبو او يا جنګي تجربو پر اساس توپير نه لري.»
د امريکا حکومت ويلي چې په سبتمبر مياشت کې په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو ترمخه له طالبانو سره يوه سياسي جوړ جاړي ته رسېدل غواړي څو بهرني ځواکونه وکولی شي له دغه هېواده په وتلو پېل وکړي.
(bs/ms (AP