د طالبانو او پاکستاني پوځ تر منځ جگړي مرگژوبله رامنځ ته کړه
۱۳۹۰ بهمن ۱۱, سهشنبهدا په داسي حال کې ده چې د کرم په همدغه قبایلي سیمه جوگی کې د جنوري میاشتې پر ۲۵مه نېټه هم له طالبانو سره په نښته کې شپږ تنه سرتیري وژل شوي ول.
په عین وخت کې امنیتي ځواکونو ادعا کړې ده چې د جوگی سیمي کنترول ئې په لاس کې اخیستی دئ. دغه سیمه د اورکزیو ولسوالۍ ته څیرمه پرته ده او د پاکستاني طالبانو د مشر حکیم الله محسود، پلرنی ټاټوبی دئ.
د پاکستان پوځ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي: « اته تنه سرتیري شهیدان شوي دي او نور ۱۵ تنه ټپیان دي.»
د پوځ د خبرپاڼي په وینا په دغه جگړه کې ۳۵ تنه طالب اورپکي هم وژل شوي دي.
د پاکستاني پوځ یو لوړپوړي امنیتي چارواکي د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې تر ۳۰۰ زیاتو طالبانو د دوشنبې په شپه د کرم ایجنسۍ په مرکز کې پر دغه پوسته برید وکړ.
تر اوسه پوري کومي آزادي سرچیني د پیښې مرگژوبله نه ده تائید کړې. ځکه چې په نوموړي قبایلي سیمه کې طالبانو او القاعدې د خبریالانو او د مرسته کوونکو ادارو کارکوونکو له پاره کار کول ستونزمن کړي دي.
پوځي چارواکو زیاته کړې ده چې په سیمه کي تر سهار وختي پوري درنه جگړه روانه وه. د پاکستان په دغه قبایلي سیمه کې تیر کال د پوځ د اورپکو پر ضد ځمکني عملیات پیل سوی ول. دغه قبایلي سیمه چې له افغانستان سره گډه پوله لري د اورپکو او القاعدې شبکې پوخ سنگر گڼل کیږي.
د دوشنبې په ورځ د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د لمړي ځل له پاره دا خبره تائید کړه چې متحده ایالاتو د پاکستان په قبایلي سیمو کې د بې پيلوټو الوتکو په بریدونو کې د طالبانو او القاعدې ترهگري شبکي غړي په نخښه کړي دي.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش