1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: محسود که مړ وي که ژوندی موږ خپل جهاد ته دوام ورکوو

۱۳۹۰ دی ۲۶, دوشنبه

د پاکستان استخباراتي سازمان ويلي دي چي د تحريک طالبان پاکستاني ډلي مشر حکيم الله محسود، د امريکايي د یوې بې پيلوټه الوتکي په يوه بريد کي وژل شوی دئ.

https://p.dw.com/p/13kAS
په منځ کي د پاکستاني طالبانو مشر حکيم الله محسود
په منځ کي د پاکستاني طالبانو مشر حکيم الله محسودانځور: picture alliance / dpa

د پاکستان د استخباراتي سازمان څلورو تنو غړو ويلي دي چي طالبانو په مخابره کي له يو بل سره د محسود د مړيني په اړه خبري کړي دي. ويل کيږي چي محسود په شمالي وزيرستان کي د امريکايي بې پيلوټه الوتکي تر بريد لاندي راغلی او وژل سوی دئ.

دا په داسي حال کي ده چي يوه پاکستاني لوړپوړي چارواکي ويلي دي چي تر اوسه لا په رسمي توگه د حکيم الله محسود مړينه نه شي تصديقولای. پاکستاني طالبانو هم دا خبر رد کړی دئ.

امريکايي چارواکو هم چي د نوم د نه اخيستلو په شرط ئې خبري کولې ويلي دي چي د محسود مړينه نه سي تائيدولای.

که حکيم الله محسود رشتيا هم وژل شوی وي نو کيداي شي چي د لنډ وخت له پاره پر پاکستاني ځواکونو فشارونه لږ سي.

خو ښايي د هغه مړينه په پاکستان کي د امنيت په راوستلو کي کومه ګټه و نه کړي. ځکي چي په ۲۰۰۹ کال کي د تحريک طالبان پاکستاني د پخواني مشر بيت الله محسود، تر وژل کېدو وروسته داسي فکر کېدی چي دا ډله به له منځه ولاړه شي.

د پاکستان د استخباراتي سازمان يوه غړي ويلي دي:«د تحريک طالبان پاکستاني شپږو يا اوو تنوغړو په مخابره کي يو له بله سره د محسود د مړيني په اړه خبري کولې. هغوی ويل دي چي دی د بې پيلوټه الوتکي په يوه بريد کي وژل شوی دئ. محسود ميرانشا ته نزدې يوې غونډي ته روان وو.»

دې چارواکي زياته کړې ده چي طالبانو په خپلو خبرو کي د بيت الله محسود شفري نوم استعمالاوه. د پاکستان د استخباراتي ادارې يو بل چارواکی وايي چي محسود د نوي اډې په سيمه کي يوې غونډي ته روان وو چي د بې پيلوټه الوتکي په بريد کي ووژل شو.

تر دې وړاندي هم د حکيم الله محسود د مړيني په اړه رپورټونه خپاره شوي ول خو طالبانو تل دا رپورټونه په کلکه غندلي دي. خو دا ځل هغوی يو څه نرم دريځ خپل کړی دئ. د پاکستاني د طالبانو يوه وياند احسان الله احسان ويلي دي: «د حکيم الله محسود د مړيني رپوټونه حقيقت نه لري. خو محسود هم يو انسان دئ او هر انسان کيدای شي چي ووژل شي. هغه مجاهد دئ او موږ ورته شهادت غواړو. که حکيم الله محسود مړ وي او که ژوندی، موږ به خپل جهاد ته دوام ورکړو.»

حکيم الله محسود نه يوازي د امريکا د بې پيلوټه الوتکو او د پاکستان د پوځ هدف وو، بلکي هغه د خپل پياوړي معاون ولي الرحمان سره هم ستونزي درلودلې.

حکيم الله محسود نه يوازي په پاکستان کي عمليات تر سره کول، بلکي هغه په افغانستان کي هم پرامريکايي ځواکونه بريدونه پلانول.

په ۲۰۰۹ کال کي د افغانستان په خوست ولايت کي يوه ځانمرګي بريد د امريکا د استخباراتي ادارې اووه غړي ووژل.

تر دې وروسته بيا امريکا د تحريک طالبان پاکستان ډله د نړۍ په تروريستي ډلو کي شامله کړه او د حکيم الله محسود پر سر ئې پنځه ميليونه ډالر انعام کښېښود.

آژانسونه/ محسود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل