پاکستاني پوځ په شمالي وزیرستان کې ۲۵ یاغیان وژلي دي
۱۳۹۴ دی ۱۸, جمعه
بریدونه د شمالي وزیرستان د شاوال درې په مایزیر او شیر علي کلو کې ترسره شوي دي. د ۲۰۱۴ کال له نیمایي راهیسې د پاکستان پوځ په دې سیمه کې پوځي عملیات ترسره کوي. د فرانس پريس خبري آژانس د خبر له مخي یوه پاکستاني چارواکي د نوم د نه بربنډیدو په شرط ویلي دي: «لږ تر لږه ۲۵ یاغیان وژل شوي دي. د هغوی یو شمیر پټنځایونه او له چاودیدونکو موادو ډک موټر له منځه تللي دي.»
دغه چارواکي زیاته کړې ده چې د وژل شویو کسانو په ډله کې پنځه تنه د حقاني ډلې غړي، ۱۰ تنه ازبکان او چیچنیان او ۱۰ تنه د تحریک طالبان پاکستان غړي دي. پاکستاني چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته زياته کړې: «د هغو پنځایونو له ډلې څخه چې نن پرې برید شوی دی، یو شمیر یې د حقاني ډلې او بهرني جنګیالیو له خوا په ګډه کاریدل.»
پاکستاني چارواکي ډیر وخت د «بهرنیو جنګیالیو» عبارت، ازبک او چيچیني جینګالیو ته کاروي چې ویل کیږي له حقاني شبکې سره یوځای په افغانستان کې د افغان او بهرنیو ځواکونو پر ضد جنګیږي. یوه بل پاکستاني چارواکي د برید ترسره کیدل تایید کړي دي خو ویلي یې دي چې په برید کې د وژل شویو کسانو دقیق شمیر روښانه نه دی.
شمالي وزیرستان د طالبانو، القاعدې او نورو یاغي ډلو قوي سنګر بلل کيږي. خو پاکستاني پوځ اوس په دې سیمه کې عملیات پیل کړي دي. پاکستان ادعا کوي چې د ۲۰۱۴ کال له نیمایي راهیسې یې په دې سیمه کې ۳۶۰۰ یاغیان وژلي دي او په بدل کې یې ۳۵۸ سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.