پاکستاني طالبان: په شمالي وزيرستان کې پر پوځ بریدونه دروو
۱۳۹۱ دی ۲۴, یکشنبهاعلان
پاکستاني طالبانو د شنبې په ورځ وويل چې هغوی به د پاکستان پر اردو باندې په خپل پوخ سنګر شمالي وزيرستان کې بريدونه نه کوي، بلکې پر ځای به يې په افغانستان کې د ناټو پر ځواکونو باندې بريدونو ته زور ورکوي. په زرګونو پاکستاني سرتېري افغان پولې ته څېرمه په شمالي وزيرستان کې ځای پر ځای دي. وخت نا وخت د پاکستاني سرتېرو او طالبانو تر منځ نښتې کيږي، خو د طالبانو د يوه مشر، حکيم الله محسود، له خوا په يوه امر کې راغلي دي چې دغه نښتې بايد پای ته ورسيږي.