يوناما: په کندز کې د بشري حقونو تېری مستند شو
۱۳۹۴ آذر ۲۱, شنبهدغه رپوټ چې د شنبې په ورځ (د دسامبر ۱۲مه نېټه) خپور شوی دی ۲۸۹ وژنې او ۵۵۹ د تپي کیدو پیښې يې مستند کړې دي. دغه تلفات د سپتمبر میاشتې د ۲۸ او اکتوبر میاشتې ۱۳ نیټې تر منځ رامنځ ته شوې ول.
په رپوټ کې راغلي دي: «د مستند شویو تلفاتو ډیره برخه د ځمکنۍ جګړې له کبله رامنځ ته شوې ده چې نه شي کیدای په ټولیز توګه او یا هم یوه برخه یې د جګړې یوه اړخ پورې وتړل شي.»
د کندز ښار د بیا نیولو په عملیاتو کې، د اکتوبر میاشتې پر دریمه نیټه امریکایي الوتکو په کندز کې د بې سرحده ډاکټران یو روغتون په نښه کړ چې په پایله کې یې ۳۰ کسان ووژل شول او ۳۷ تنه نور ټپیان شول.
دغې پیښې سخت غبرګونونه راوپارول خو په پای کې په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو ومنله چې دغه پیښه د یوې سهوې له کبله رامنځ ته شوې وه.
طالبانو د روان کال په سپتمبر میاشت کې په ناڅاپي توګه کندز ښار تر خپل کنترول لاندې راوست او د څو ورځو له پاره یې دغه ښار وساته. افغان امنیتي ځواکونه تر هغه وروسته چې له نورو ولایتونو څخه کمکي ځواکونه ورسیدل، یو ځل بیا د کندز د ښار په بیا نیولو وتوانیدل.