1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولی د آلمان په ختیځ کې ښې اړخيتوب ته تمایل زیات دی؟

ډک ولفگنگ/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ اسفند ۶, پنجشنبه

د آلمان په ختیځ باوتسن او کلاوس نټس، ښارونو کې خارجي ضد اقداماتو سیاست او ټولنه مصروفه ساتلي دي. پوښتنه دا ده چې ولې یوازې د المان په ختیځ کې په ځانگړي توگه زاکسن ایالت کې ښې اړخې افراطي عملونه ترسره کیږي؟

https://p.dw.com/p/1I2PJ
انځور: picture-alliance/dpa/O. Killig

د آلمان د کورنیو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو ارقامو پر بنسټ د ټول آلمان په کچه د مهاجرو په ضد د زور زیاتي ترسره شوو پیښو سم نیمایې یې د آلمان په ختیځ ایالتونو کې رامنځته شوي دي.

په ۲۰۱۵کال کې د یو کال مخکې په پرتله د دا ډول پيښو په شمیر کې ۴۰سلنه زیاتوالې راغلې دی.د «پرو ازول» یا په آلمان کې د کډوالو مدافع سازمان او او د «امادو انټونیو بنسټ» د ارقامو له مخې پر کډوالو د حملو، د دوی د استوگنځایونو د سوزونې، له زور زیاتي سره مل مظاهرو او ویجاړونکو پیښو عمده برخه د آلمان په ختیځو ایالتونو کې ترسره شوي دي.

د یوې داسې ودانۍ د سوزولو له پاره هڅونه چې ټاکل شوې وه مهاجر به ورته انتقالیږي، په حقیقت کې د یو لوې بدلون لوړه څوکه ده چې د تاریخ په ترخو تجربو کې به ثبت شي.

په ۱۹۹۱کال کې د زاکسن ایالت په اطرافو کې د مهاجرو پر استوگنځای برید او د دغه استوگنځای د سوزولو موضوع د تیرو ۲۵کلونو راهیسې د ټولنیزو او سیاسي چارو کارپوهان پر دې مصروفه کړي دي چې د دغه برید اصلي علت پیدا کړي.

د کارپوهانو په اند د "Pegida" پيگیدا، چې د «لویدیځ اسلامي کولو پرضد د اروپايی وطنپالو» په نامه یوه دله ده، NPDد آلمان ملي دیموکرات گوند ، او AFDیا د آلمان له پاره د بدیل گوند په څیر ښې اړخه افراطي گوندونه په دا ډول فعالیتونو کې لاس لري.

د دغو کارپوهانو د نتیجه گیرۍ په اساس: د دې پوښتنې له پاره هیڅ یو قانع کونکی ځواب نشته، بلکې په دې برخه کې ډیر احتمالي منابع خپلې اغیزې درلودل شي.

د پردیو او له لاسه ورکو ویره

په ۱۹۹۸کال کې د برلین دیوال تر ړنگیدو وروسته په پخواني ختیځ آلمان کې د خلکو ژوند په بنسټیز ډول تغییر وموند. د آزاد بازار اقتصادي سیستم په لوړه کچه بې روزگاري رامنځته کړه. دا کار په سوسیالیستې اقتصاد کې معمول نه وه. د سوسیالیستې چارو کارپوه داوید بیگریش، په دې اړه وایې:

«د کاري چارپیریال او ژوند تجربو له یوې ورځې څخه بلې ته خپل ارزښت له لاسه ورکولو او هر څه باید له سره نوي زده کړای شوي وای. اوس یو وار بیا له یو نوي بدلون سره مخامخ یو.»

همدارنگه برگریش آلمان ته د بې شمیره مهاجرو راتگ ته اشاره کوي او وایې چې د آلمان په ختیځ کې دغه خلک فکر کوي چې له دومره لوړ شمیر مهاجرو په راتگ سره به یو وار بیا خپل هر څه له لاسه ورکړي او باید له سره په بشپړ ډول خپل د ژوند چارې تنظیم او پیل کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب