د SPD مشر: «پیگیدا» په ښکاره ډول د ښې اړخو یوه برخه ده
۱۳۹۴ مهر ۲۸, سهشنبهد اقتصاد وزیر او د آلمان د لومړۍ وزیرې سلاکار او د SPD یا سوسیال دیموکرات گوند مشر زیگمار گابریل ویلي دي:« پيگیدا اوس په یو ښې اړخي پوپولست او د ښې اړخه رادیکال غورځنگونو پر یوې برخې اوښتې ده.»
د گابریل سکرترې یاسمین فهیمي، د آلمان د اساسي قانون د حفاظت له مخې د اسلام او خارجي ضده غورځنگونو تر څار لاندی ساتنې غوښتنه وکړه. د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر، دوی یا پيگیدا ښې اړخه افراطیان بللي دي:« په پیگیدا کې د کډوالو او سیاستوالو پر وړاندی تر اندازې ډیره کرکه او نفرت لیدل کیږي.»
پيگیدا ( د لویدیځ د اسلامي کیدو پر ضد اروپایې وطن دوستان)د یو لوې مارش په ترڅ کې خپل د تاسیس لومړې کلیزه ولمانځله. له دې کار سره د برلین په چارواکو کې دا نظر مخ په پراخیدو دی چې دغه گوند چې ځان وطن پرستان بولي په شدت سره په آلمان کې د ډیموکراسۍ او د ولس حاکمیت مخالف دی.
گابریل د« زود دویچه څایټنگ» ورځپاڼې ته وویل چې د درسدن ښار په مظاهره کونکو کې کیدای شي خطرناکه اور لگونکي کسان هم شتون ولري. د پيگیدا غورځنگ مهمو کسانو په همدې منځ کې په آلمان کې دیموکراسي هم تر پوښتنې لاندی راوستلې دی.
گابریل زیاته کړه چې پيگیدا د روان کال په اوایلو کې « یو غیر سازمان شوې اعتراضي حرکت او د دولت له سیاست څخه د نا امیده شوو کسانو یې ډلې ته ورته ښکاریدله، خو اوس دغه ډله د توکمپالو، خارجي ضد او د زور زیاتي په ژبه د خبرې کونکو د افکارو خپرولو پر دستگاه بدله شوې.»
پيگیدا له نن څخه یو کال مخکې په آلمان کې رامنځته شو چې د نوم بشپړه معنی یې ده( د لویدیځ د اسلامي کیدو پر ضد اروپایې وطن دوستان). دغه غورځنگ چې یوې څنډې ته پریښودل شوې وو اروپا ته د مهاجرت په ډیریدو سره بیا را ژوندۍ شو.
د دغه گوند پلویانو په درسدن ښار کې چېرې چې د پيگیدا مرکز گڼل کیږي، د خپل مظاهرو په ترڅ کې دوه دارونه له ځان سره لیږدول. پر دغو دارونو لیکل شوې ول« د صدراعظمې میرکل او د هغه د مرستیال زیگمار گابریل له پاره.»
د مظاهرو په ترڅ کې د دغو دوو دارونو لیږدول د آلمان په رسنیو کې ډیر تاوده بحثونه او انتقادونه را پورته کړل. د درسدن ښار د وروستیو مظاهرو له امله د پيگیدا پر ضد « مجرمانه اعمالو ته د هڅونې» په تور دوسیه هم پیل شوې ده.