1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ناټو، په ډېر بد وخت کي افغانستان يوازي پريږدي»

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ دی ۸, دوشنبه

د افغانستان له پاره د روسيې ځانگړی استازی وايي، چي نړيوال امنيتي مرستندوی ځواک (ايساف) په داسي حال کي له افغانستان څخه وزي، چي وسله وال طالبان د کابل دروازو ته رسېدلي دي: «طالبان به په دوبي کي کابل کلابند کړي.»

https://p.dw.com/p/1EBCw
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان له پاره د روسيې ځانگړي استازي ضمير کابلوف د دوشبنې په ورځ (۲۰۱۴م کال د دسمبر۲۹مه) له انترفکس خبري آژانس سره په مرکه کي ويلي دي، چي ايساف ځواک په يو ډېر پېچلي حالت کي افغانستان يوازي پريږدي.

هغه ويلي دي نړيوال ځواک په داسي حال کي له افغانستان څخه وزي چي وسله وال طالبان تر هغه ډېر پياوړي سوي دي، لکه په ۲۰۰۱م کال کي چي ول.

دغه روسي ديپلومات ويلي دي: «پر دې سربيره د افغانستان لښکر هم جوړ سوی نه دئ، چي دغه ملامتيا ناټو هم مني.» هغه زیاته کړې ده، چي دغه هيواد تر اوسه پوري حتی يو بشپړ حکومت هم نه لري.

طالبان کولای سي کابل کلابند کړي

د افغانستان له پاره د روسيې ځانگړی استازی ضمير کابلوف، وايي چي له افغانستان څخه د ايساف ځواکونو تر وتلو وروسته، وسله وال طالبان کولای سي په دوبي کي پر افغان امنيتي ځواک باندي په خپلو تعرضي يرغلونو سره کابل کلابند کړي. «خو نيولای ئې نه سي».

هغه زياته کړې ده چي په افغانستان کي د تر ولسمشرۍ ټاکنو وروسته د وسله والو طالبانو فعاليتونه ته پامه نه کول، د دې سبب سوي دي، چي اوس دغي ډلي کابل ته نژدې خپل د نفوذ سيمه پراخه کړې ده:

«که ترمخه طالب جنگيالي يوازي د ختيځ او جنوب ختيځ له خوا کابل ته پټکه کوله اوس دغه پټکه د هيواد د شمال له خوا هم متوجه ده، چي په يوه يوځايي يرغل سره کولای سي پر کابل باندي ټولي لاري وتړي، او کلابند ئې کړې.»

کابلوف زياته کړې ده چي د طالبانو اوسنۍ جنگي وړتيا ته په کتو سره به د دې جوگه نه وي چي کابل دي ونيسي. خو خورا ډيري ستونزي ورته جوړولای سي.

روسيه نه افغانستان او نه ئې سرحد ته لښکر ليږي

د افغانستان له پاره د روسيې ځانگړي استازي ضمير کابلوف، د هغي پوښتني په جواب کي چي روسيه به د افغان امنيتي ځواک د ملاتړ له پاره دغه هيواد ته خپل لښکر ولېږي؟ ويلي دي، چي روسيه دې ته تياره نه ده چي افغانستان ته دي لښکر ولېږي.

هغه زياته کړې ده: «افغانستان ته به هيڅکله لښکر ونه لېږو، که نه نو دا به په دې معنا وي چي موږ په دغه هيواد کي خپلي گټي لټوو.»

هغه زیاته کړې ده، داسي يوه هيواد ته چي د نفوس په پرتله ئې عسکر د نړۍ تر بل هر يوه ډير دي، ولي بايد دباندني عسکر ورولېږل سي؟ «تر دې ښه ده چي هغوی وروزل او تجهيز سي، څو د خپل هيواد امنيت پخپله خوندي کړي. دا د ستونزي د حل ډېره ښه او ارزانه لار ده».

کابلوف دغه راز ويلي دي، چي روسيه نه غواړي د تاجيکستان- افغانستان سرحد ته بيرته سرحدي ځواک ولېږي.

خو زياته کړې يې ده، چي مسکو تيار دئ، له دوشنبې سره د هغي پټکې (تهديد) پر وړاندي ودريږي، چي د افغانستان له سرحده تاجيکستان ته متوجه ده: «تر هغه وخته پوري چي د دوشنبې چارواکي وايي، چي سرحد پخپله کنترولولای سي، موږ تيار نه يو چي سرحدي ځواک بيرته ورولېږو.»