1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل: د اسلام په نامه ترور دين ته سپکاوی دی

دويچه ويله۱۳۹۳ دی ۲۵, پنجشنبه

د آلمان صدراعظمي خپل پارلمان ته په وینا کې پر اسلامي عالمانو د اسلام د عقیدې او افراطيانو د ترهگرۍ ترمنځ د یو ښکاره توپیر کولو له پاره غږ وکړ او وویل چې په آلمان کې میشت مسلمانان د آلماني ټولني یوه برخه ده.

https://p.dw.com/p/1ELEe
انځور: Reuters/F. Bensch

په فرانسه کې د ترهگرو تر خونړۍ حملې څو ورځي وروسته ميرکل د پارلمان یوې ځانگړې غونډ ته په خپله وینا کې وویل چې د دې پوښتني ځواب پیدا کول ډير «مهم» او «ضروري» دی چې ولې قاتلان خپل عمل د اسلام په نامه توجیه کوي. ميرکل وویل چې «دې پوښتني ته ځواب اسلامي عالمان ورکولای شي.» هغې زیاته کړه: «خلک زما څخه پوښتنه کوي چې کوم اسلام مو مقصد دی.»

د آلمان صدراعظمي زیاته کړه چې خلک غواړي پوه شي، چې ولی تروریستانو ته د انسان ژوند ارزښت نه لري او تل هڅه کوي چې خپل عمل له خپلي عقیدې سره وتړي. ميرکل وویل، چې د داسي پوښتنو په هکله یوازي اسلامي علما رڼا اچولای شي.

په پاریس کې تر حملو وروسته ميرکل له فرانسویانو څخه د آلمان ښکاره پیوستون او ملاتړ څرگند کړ: «موږ د ۱۷ بې گناه انسانانو د وژل کیدو له امله سخت خواشیني یو. آلمان او فرانسه په دغو سختو ورځو کې د یو بل ترڅنگ ولاړ دي.» ميرکل یادونه وکړه. «که چیري په فرانسه کې امن نه وي، آلمان په امن کې نه دی.»

په پاریس کې وروستې ترهگرو يرغلونو ته په اشارې سره صدارعظمي ميرکل وویل: «موږ به اجازه ور نه کړو چې څوک موږ سره بیل کړي.» هغې وویل: «تبعیض او تجرید په آلمان کې ځای نه لري. دولت له خپلو ټولو وگړو، په هر دین او په هره عقیده چې وي، ساتنه کوي.»

ميرکل مسلمانانو ته ډاډ ورکړ چې د هغوی ملاتړ به وکړي. د آلمان فدرالي شورا ته په خپله حکومتي وینا کې هغې ټینگار وکړ: «پر هغوی (مسلمانانو) عمومي بدگوماني ته به اجازه ور نه کړل شي. هغی وویل: «د فدرالي جمهوریت د صدراعظمي په توگه، د داسي بد گومانۍ په مقابل کې زه په آلمان کې د مسلمانانو ساتنه کوم.»

هر څوک د خپل دیني عقیدې د لمانځلو آزادي لري او د هغې ضمانت کیږي. په عین وخت کې ميرکل وویل چې حکومت به د هر ډول افراطیت او کرکې د تبلیغ کونکو پر ضد د مبارزې له پاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي: «د ترهگرو عمل په هیڅ صورت سره له دین سره ارتباط نه لري. دا زما له پاره پرته د دین سپکاوی بل څه نه دي.»

سر بیر پردې انگلا ميرکل د آلمان د پخواني تجمهور رئيس کریستیان وولف یوه مشهوره مقوله تکرار کړه چې ویلي يې ول « یهویدت پرته له شکه په آلمان پوري اړه لري، دا زموږ مسیحی یهودي تاریخ دی، خو په دې موده کې اسلام هم په آلمان پوره اړه نیسي.»

په عین وخت کې ميرکل یادونه وکړه چې انتی سیمیتیزم (یهودیت سره دښمني) پر ضد مبارزه په آلمان کې د دولت او وگړو گډ مکلفیت دی. ميرکل وویل چې د نړۍ په ډيرو هیوادونو کې د مطبوعاتو رښتینې آزادي وجود نه لري. هغې وویل چې د دغي آزادۍ له پاره زغم یو اساسي شرط دی: «آزادي او زغم په هیڅ صورت سره د ښي او یا کیڼ افراطیت د زورزیاتي پر وړاندې، د انتي سیمیتزم پر وړاندي او یا هم د دین تر نامه لاندي د زورزیاتي پر وړاندي تفاهم نه لري.»

پر فرانسوۍ طنز لیکونکي مجلې «چارلې ابدو» باندې تر وروستي يرغل وروسته ميرکل په خپله وینا کې د مطبوعاتو د آزادۍ پر اهمیت باندي ټینگار وکړ. بې له سانسوره مطبوعاتي آزادي «زموږ د ټولني یوه ستره شتمني ده.»