1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميانمار په راخين کې د ډليز قبرونو د شتون ادعا رد کړه

۱۳۹۶ بهمن ۱۴, شنبه

د ميانمار چارواکو د راخين جګړه ځپلي ايالت په يوه کلي کې د پنځو ډليز قبرونو د موندلو په اړه رپوټ رد کړ. په راخين کې د تير کال راوتلو تاوتريخوالو له امله په سلهاوو زره روهنګيايي مسلمانان بنګله ديش ته مهاجر شول.

https://p.dw.com/p/2s45L
Myanmar Sammellager für zurückkehrende Rohingya
انځور: Reuters

ميانماري چارواکو په راخينه ايالت کې د پنځو ډلييز قبرونو د موندلو رپوټونه رد کړی دي او ادعا يې کړې ده چې په دغې سيمه کې يې د روهنګيايي افراطيانو د ځپلو په موخه عمليات ترسره کړي وو. خو دغه هيواد په عين وخت کې د ملګرو ملتونو څيړونکو او خبريالانو ته هم اجازه نه ده ورکړې چې په آزاده توګه له جنګ ځپلې سيمې څخه لیدنه وکړي.

په راخينه کې د تيرکال اګست مياشتې راوتلو تاوتريخوالو وروسته نژدې ۷۰۰ زره روهنګيايان دې ته اړ شول چې ګاونډي هيواد بنګله ديش ته مهاجر شي. په دغې سيمه کې وروسته له هغې تاوتريخوالو زو واخیست چې د اګست مياشتې په وروستيو کې روهنګيايي افراطيانو د راخينې ايالت په يوې لرې پرته سيمه کې يو شمير ميانماري ځواکونه ووژل. تر دې پيښې وروسته د ميانمار پوځ په راخينه ايالت کې پوځي عمليات پيل کړل چې په تړاو يې دغه ځواکونه د روهنګيا مسلمان اقليت پر نسل وژنه تورن شول.

دولتي رسنيو د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ ۳مه)  د راخينه ايالت چارواکو پر حواله، د اسوشتيد پريس خبري آژانس هغه رپوت رد کړی دی چې ويلي وو د راخينې ايالت په «ګو دارپیان» کلي کې پنځه داسې ډليز قبرونه موندل شوي چې تر اوسه يې په اړه رپوټونه نه وو ورکړل شوي. د اسوشتيد په دغه رپوټ کې د موبايل په ذريعه اخيستل شوې ويډيو چې وخت او نيټه هم په کې ښودل کيږي، خپره شوې ده.

خو يوې دولتي رسنۍ «ګلوبل نيولایت آف ميانمار» ويلي چي دغه رپوټ د ميانمار د يوه دولتي پلاوي په ګډون، پوليسو او ځايي اوسيدونکو لخوا د ياد کلي تر څيړنې وروسته رد شوی دی. په راپور کي راغلي: «د کلي اوسيدونکو په تکرار سره وويل چې دوي په کلي کې د کومې ډليزې وژنې په اړه څه نه دي اوريدلي.»

اړوند مطالب:
روهنگيا مسلمانان څوک دي؟
روهنګيا اورپکو يواړخيز اوربند اعلان کړ
میانمار غواړي روهينګیا مهاجر بیرته ومني
خو چارواکي دا هم وايي چې د تيرکال اګست د مياشتې په ۲۸ مه په دغې سيمه کې د روهنګيايي اورپکو او امنيتي ځواکونو تر منځ سخته خونړۍ جګړه شوې وه، چې څو ورځې وروسته يې په راخينه کې د پوځ له خوا چاڼيز عمليات پیل شول.

د رپوټ په حواله په دغو نښتو کې ۱۹ تنه «تروريستان» وژل شوي ول چې بيا خاورو ته سپارل شوي دي، خو د قبرونو د ځای او څرنګوالي په اړه يې معلومات شتون نه لري.

د ميانمار پوځ تيره مياشت ويلي وو چې د امنيتي ځواکونو څلور غړو د سپتمبر په دوهمه نيټه د روهنګيايي اورپکو په تور لس تنه وژلي دي چې بيا يې مړي په يوه ژوره کې ښخ کړي ول.

پر ورته موضوع زمونږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: