1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرت په آلمان کې لسگونه زره کار ځایونه رامنځته کړي

آژانسونه۱۳۹۵ اردیبهشت ۶, دوشنبه

د «مسلکي زده کړو او کار بازار له پاره څیړنیز انیستیتوت» د راپور پر بنسټ آلمان ته په ډیر لوړ شمیر د مهاجرو راتگ د ژبې ښوونکو، ټولنیزو کارکونکو او محافظانو ته په لسگونه زره کارځایونه رامنځته کړي دي.

https://p.dw.com/p/1IcDX
انځور: picture-alliance/dpa/W. Grubitzsch

په آلمان کې د (IAB) یا د «مسلکي زده کړو او کار بازار له پاره څیړنیز انستیتوت» د ارزونې له مخې په دغه هیواد کې لسگونه زره کارځایونه رامنځته شوي دي. دغه انیستیتوت نن د دوشنبې په ورځ د آلمان په نورن برگ ښار کې خپل د بررسئ نتایج خپاره کړي دي.

تر ټولو په لومړي قدم کې د ژبې د زړه کړی، ټولنیزو کارکونکو او د کډوالو د استوگنې ځایونو د محافظانو په برخه کې ډیر کارځایونه ایجاد شوي دي.

په دغې ارزیابۍ کې زیاته شوې ده چې په ډیرو برخو کې اوس هم د اضافي پرسونل پسې لټون جریان لري او دغه ځایونه تش پاتې دي.

د دغې ارزیابې د اطلاعاتو له مخې د تیر کال په پرتله د ساختماني کارونو په برخه کې تر اوسط حد ډیر کارځایونه رامنځته شوي دي. همدارنگه د روزنیزو کارونو په برخه کې، د تاسیساتو او مهاجرو ساتنه، عامه ادارو او د ټولنیزو حرفو په برخه کې ډیر نوي بستونه رامنځته شوي دي.

د روان کال د جنوري په میاشت کې د ژبې د ښوونکو په برخه کې ۲۷ سلنه، د کورونو او کورنیو د سرپرستۍ په برخه کې ۱۷ سلنه، او د ساتونکو یا محافظانو په برخه کې د تیرکال په پرتله ۱۰ سلنه ډیر کارځایونه رامنځته شوي دي.

خو څیړونکو دې موضوع ته هم اشاره کړی چې په مجموع کې د استخدام کچه، د کارموندنې په معني نه شو تلقي کولې، ځکه کیدای شي د کاري قوې یوه برخه له نورو برخو او سکتورونو څخه استخدام شوی وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب