1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په جرمني کي هرکال په سونو زره مهاجر کار موندلای سي»

۱۳۹۴ بهمن ۱۹, دوشنبه

د جرمني د کار ادارې د آټکل له مخي د دغه هيواد د کار باز کولای سي چي تر ۳۵۰۰۰۰ زياتو مهاجرو ته کار ورکړي. دوی ويلي دي چي هر کال په جرمني کي ډېرو نوو کارځايونو ته په کتو سره به د کار بازار هيڅ ستونزي ونه لري.

https://p.dw.com/p/1HrKa
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe

د جرمني د کار ادارې مشر ديتليف شيلر، له «ويلت فوم مونتگ» ورځپاڼي سره په خبرو کي ويلي دي: «دا چي په جرمني کي هرکال نژدې ۷۰۰۰۰۰ نوي کارځايونه پیدا کيږي، ډېره اسانه ده چي تر ۳۵۰۰۰۰ زيات مهاجر پکښې په کار بوخت سي.»

هغه زياته کړې ده چي د نوو کارځايونو جوړېدو ته په کتو سره د مهاجرو دغه تعداد ډېر لږ دئ.

تيرکال جرمني ته تر يو ميليون ډېر مهاجر راغلي دي چي له جملې څخه ئې د ۳۵۰۰۰۰ پناه منل سوې ده او په روان کال کي به د عملي زده کړو او کارونو موندلو په لټه کي وي.

خو شيلر زياته کړې ده: «د کار بازار ته لار ډېره اوږده ده.» هغه وويل: «ډېرو ته به کار پيدا سي، خو نه هر يوه ته. زموږ د اټکل له مخي به د مهاجرو لس سلني ته يو کال وروسته کار پيدا سي، ۵۰ سلني ته به پنځه کاله وروسته او ۷۵ سلني ته به تر ۱۲ او ۱۳ کلونو وروسته کارونه پيدا سي.»

هغه مهاجر چي سنونه ئې تر ۴۰ اوښتي وي د کار پيدا کولو ډېر لږ چانس لري: «که موږ وکولای سو چي مهاجر کوچنيان او ځوانان ډېر ژر د جرمني د اصلي سيستومونو چوکاټ ته واچوو، دوی به لږ وروسته د کار په بازار کي د کاري قوې د کمښت تشه ډکه کړي.»

د جرمني د کار ادارې مشر ويلي دي چي دوی د مهاجرو د کاري توان په اړه هيڅ معلومات نه لري: «موږ اوس د هغي مرحلې په لومړي پړاو کي يوو، څو وڅېړو چي راغلي مهاجر څرنگه کاري توان لري.»

د دې کار موخه د کار په برخه کي د مهاجرو حرفوي وړتياوي د جرمني له هغې سره پرتله کول دي.