1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: د طلبانو او افغان حکومت مخامخ خبرې «اړينې» دي

۱۳۹۸ شهریور ۲۰, چهارشنبه

افغانستان ته د ملگرو ملتونو ځانگړی استازی دا اړينه گڼي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مستقيمې خبري دي په نژدې وخت کې پېل شي. هغه همدا راز پر طالبانو ږغ کړی چې د ټاکنو د اخلالولو په برخه کې دي خپل گواښونه بيرته واخلي.

https://p.dw.com/p/3POg4
Tadamichi Yamamoto
انځور: picture alliance/AP Images/R.Gul

تاداميچي ياماموتو د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته وويل چې د تېرو اوونيو او ورځو وضعيت وښووله چې په افغانستان کې يوه سیاسي جوړجاړي ته رسېدل څومره اړين دي.

ياماموتو دا څرگندونې درې ورځې تر هغه وروسته وکړې چې ولسمشر دونالد ترمپ له طالبانو سره خبرې اترې په ناڅاپي توگه ودرولې او د دې علت یې په کابل کې د يوه بريد په ترڅ کې د يوه امريکايي عسکر وژل کيدل په گوته کړل.

د ملگرو ملتونو دغه ځانگړي استازي وويل چې د تېرکال هلو ځلو په افغانستان کې د سولې د راتگ هيله مندي زياته کړې ده، خو د ډېرو له پاره ويره هم.

هغه روښانه کړه چې «د افغانستان کړکيچ يوازې د افغانانو د خپل منځي خبرو اترو له لارې او د افغان ټولنې د هر قشر په شاملولو سره حليدلی شي.»

ياماموتو وويل: «له همدې کبله دا اړينه ده چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت او طالبانو ترمنځ ژر تر ژره مستقيمې خبرې اترې پېل شي.» نوموړي ټينگار وکړ چې ښکيل او ټول هغه اړخونه چې سولې ته ليوال دي، مخامخ خبرو ته دي د زمېنې برابرولو له پاره کار وکړي.

نوموړي وويل چې په دوحه او مسکو کې د افغانستان د مدني ټولنې او طالبانو ترمنځ غیر رسمي خبرو کې هم ځینو بنسټیزو موضوعاتو ته اشاره شوې وه. هغه هیله څرگنده کړه چې دغه ډول غونډې به بيا هم جوړې شي.

ياماموتو تاداميچي د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته وويل چې د سولې هلې ځلې بايد په افغانستان کې د روان زور زياتي د کمولو باعث شي. خو هغه زياته کړه چې «په هر ډول سياسي جوړجاړي کې بايد د بشري حقونو، بنسټزو حقونو او همدا راز د رسنيو او بيان د آزادۍ د ساتلو ژمنې شاملې وي.» هغه زياته کړه: «د ښځو، ځوانانو او لږکيو حقونه بايد په پام کې ونيول شي او د خدماتو او امنيت برخو په گډون د دولتي ادارو وړتيا د لا زياتولو په برخه کې بايد ژمنتيا وښووله شي.«

نوموړي همدا راز په افغانستان کې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې په دغه ټاکنو کې د خلکو گډون او فساد دوه ستر چيلينجونه دي. هغه په عين حال کې د افغانستان د امنيتي وضعې په اړه هم انديښنه څرگنده کړه. هغه وويل چې پر رایه ورکوونکو او د رایې پر مرکزونو بريدونه «له نړيوالو قوانينو څخه څرگنده سرغړونه ده.» نوموړي له همدې کبله پر طالبانو ټينگار وکړ چې له دغو گواښونو لاس پر سر شي. تاداميچي همدا راز له حکومته هم وغوښتل چې د انتخاباتو د پروسې امنيت تامين کړي.

خو په ملگرو ملتونو کې د افغانستان استازې عادله راز وويل چې پر امنيتي گواښونو او ننگونو سربيره «افغانان په ټاکنو کې د گډون پخه اراده لري.» نوموړي له ملگرو ملتونو وغوښتل چې پر طالبانو نفوذ لرونکو هيوادونو څخه وغواړي چې د انتخاباتو په ورځ طالبان له بريدونو څخه را وگرځوي.

BS/NZ (AP)