1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ممبی يو وار بيا د ترهگرو حملو هدف و گرځېد

۱۳۹۰ تیر ۲۳, پنجشنبه

د ملګرو ملتو د امنيت شورا د ممبی د تير ماښام حملې په کله غندلي. په ملګرو ملتو کي د آلمان استازي، ويتيګ، وويل چي د امنيت شورا غړيو، پر دې ټينگار وکړی، چي د ترهګرۍ د ټولو ډولونو پر ضد بايد مبارزه وسي.

https://p.dw.com/p/11v1h
په ممبی کي د يوې چاودني ځای
په ممبی کي د يوې چاودني ځایانځور: dapd

د ممبی د تير ماښام په حملو کي د وروستيو معلوماتو له مخي 17 انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. په لومړي سر کي د 21 کسانو د وژل کيدو رپوټ ورکړل سوي ؤ. 131 تنه نور ټپيان سوي دي. د پيښي پړه تر اوسه پوري چا په غاړه نه دې اخستې.

د هند د کورنيو چارو وزير چيدم باران وويل، دا د ترهګرو يوه منظمه بندو بست سوې حمله وه.

ممبی چي پخوانی نوم يې بمبی دی، د ۲۰۰۸ کال ترهګره خاطره يې لا تر اوسه له ياده نه ول وتلې چي اوس بل څه پيښ سول. وتلي. هغه وخت ترهګرو ددغه ښار يوه مهمه سوداګرايزه سيمه تر خپل ولکي لاندي راوستي وه.

Indien Mumbai Terroranschlag Flash-Galerie
انځور: dapd

ترهګر چي په ماشينګڼو او لاسي بمونو سمبال ول، هغه وخت يې په لسهاوو کسان ووژل او تر دوه سوه زيات ټپيان سول.

اوس پوښتنه دا ده چي دا کار چا کړی دی؟ او څوک ددې حملو تر شا ولاړدي؟ د 2008 کال حملو د سيمي دوه اټومي قدرتونه د جګړي پاڼ ته برابر کړي ول. په هغه وخت کي هند ځيني اسناد او شواهد وړاندي کړل، چي د حملو شا ته هغه کسان ولاړ دي، چي په پاکستان کي اډې لري.

اوس هم په هندي رسنيو کي دغسي يادوني کيږي چي ښايي د تير ماښام د حملو بريد کونکي له پاکستان سره تړاوو ولري، په دې هکله لښکر طيبه ته ګوته نيول سوې چي د 2008 کال په حملو کي په لاس درلودلو تورنه ده.

Indien Mumbai Terroranschlag Flash-Galerie
انځور: dapd

خو د پاکستان حکومت د مبمی د پرون ماښام حملې، بېله ځڼده وغندلې او هند هم سمدلاسه له دې اټکل څخه ډه ډه وکړه، چي ووايي څوک په دې حملو کي لاس لري.

د هند يو ځانګړی کمېسيون، چي د 2008 کال د نومبر حملو د پلټني له پاره جوړسوی ؤ، هغه بيرته فعال سوی او د تير ماښام د حملو پلټنه يې پيل کړې ده.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل