1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

م. م: په جولای کې له ۱۵۰۰ زیاتو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۳۹۸ مرداد ۱۲, شنبه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت یا یوناما نن وويل چې یوازې په جولای میاشت کې د روانو جګړو او ناکراریو له کبله له ۱۵۰۰ ډیرو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دا په روان کال کې تر ټولو لوړه مرګ ژوبله ده.

https://p.dw.com/p/3NHIL
په هرات کې د یوې چاودنې پرمهال انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی.
په هرات کې د یوې چاودنې پرمهال انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی. انځور: DW/S. Tanha

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت یا یوناما نن د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اګست میاشتې په ۳مه نیټه) وویل چې د جګړو او ناکراریو له کبله په ټول افغانستان کې له ۱۵۰۰ څخه ډیرو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یوناما په خبره دغه شمیرې په روان کال کې د نورو میاشتو په پرتله او همدا راز د د ۲۰۱۷م کال له مې میاشتې را وروسته د ملکي تلفاتو له اړخه تر ټولو لوړې شمیرې دي.

د یوناما له لوري په خپاره شوي رپوټ کې همدا راز راغلي چې د ملکي تلفاتو د شمیرو لوړیدلو اصلي لامل په ښاري سیمو او همدا راز پر پوځي اهدافو باندې د مخالفینو مخ پر ډیریدونکي بریدونه دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر همدا راز ویلي چې د دې تلفاتو له نیماي څخه ډیره برخه یې د ځای پر ځای شویو چاویدونکو توکو له کبله رامنځته شوې ده. یوناما همدا راز زیاته کړې چې دوی ملکیانو ته د زیانونو د اوښتو له کبله په ژوره توګه اندیښمن دي.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تادامیچي یاماماتو په دې رپوټ کې ویلي: «زه په ټولو اړخونو ږغ کوم چې پوځي عملیاتو ته دې له دې امله شدت نه ورکوي چې د سولې په خبرو کې به غښتلي موقف ترلاسه کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو له لوري دغه اعلامیه د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو د استازو او امریکايي چارواکو ترمنځ د احتمالي مهمو خبرو له پیل څخه یوازې څو ساعته وړاندې خپره شوې ده. په قطر کې د دغو مذاکرتو دواړه لوري په دې هڅه کې دي څو د افغانستان د اوږدې جګړې له پاره یو سوله ایز حل پیدا کړي.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازی ویلي چې د افغانستان د جګړې دواړه لوري دې د سولې په خبرو کې د ښه موقف له پاره ملکیان نه قرباني کوي.
د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازی ویلي چې د افغانستان د جګړې دواړه لوري دې د سولې په خبرو کې د ښه موقف له پاره ملکیان نه قرباني کوي. انځور: picture alliance/AP Images/R.Gul

په عین وخت کې ملګرو ملتونو د تیرې سې شنبې په ورځ په خپل یوه بل رپوټ کې ویلي وو چې د روان کال د جنوري او جون میاشتې د ۳۰ نیټې په موده کې په مجموعي توګه ۱۳۶۶ تنه افغان ملکیان وژل شوي دي چې د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۲۱ کمښت ښيي. د ملګرو ملتونو د دغه رپوټ په اساس، د حکومت له لوري هوايي او ځمکنیو عملیاتو د حکومت ضد وسلوالو مخالفینو په پرتله د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ډیر ملکیان وژلي دي.

DPA / KH-AWA