ملا منصور: د بهرنيانو په موجوديت کي سوله امکان نه لري
۱۳۹۴ شهریور ۳۱, سهشنبهد وسله والو طالبانو نوي مشر ملا اختر محمد منصور دغه خبره د سه شنبې په ورځ د لوی اختر په مناسبت په خپل لومړي پيغام کي کړې ده.
هغه ويلي دي: «که د کابل حکومت غواړي چي ټول جنگونه بند سي او په هيواد کي سوله راسي، يوازي له دې لاري ممکنه ده، چي ټول يرغلگر ځواکونه وباسي او له هغوی سره پوځي او امنيتي تړونونه لغو کړي.»
د طالبانو د مشر دغه پيغام د هغوی په ويبسايت کي په انگليسي ژبه خپور سوی دئ.
له هغه وخت راهيسي چي د طالبانو د بنسټ ايښوونکي ملا محمد عمر د مړيني خبر تائيد او پر ځای ئې ملا منصور و نومول سو، د وسله والو طالبانو په منځ ډېر اختلافات رامنځ ته سوي.
په دې وروستيو اونيو کي د دوی په منځ کي د بيرته يوځای کېدو تلاښونه پيل سوي ول چي تر يو ځايه پوري په دې وتوانېدل چي ناراضي طالبان بيرته سره پخلا سي.
د دوی ځيني د ملامنصور له ټاکلو ناراضه ول چي ولي ئې د ملاعمر د مرگ خبر دوه کاله پټ ساتلی وو.
خو د دې ټولو اختلافاتو او په افغانستان کي د رقيبي افراطي ډلي «اسلامي دولت» له حضور سره سره بیا هم د طالبانو په زورزياتيو کي کمزوري نه ښکاري.