1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملاله یوسفزۍ بیرته پاکستان ته ستنه شوې

۱۳۹۷ فروردین ۹, پنجشنبه

هغه مهال ملاله یوسفزۍ یوازې پنځلس کلنه وه چې ښوونځي ته په لاره د وسله والو کسانو له خوا په ډزو وویشتل شوه. هغه اوس د نوبل جایزې ګټونکي او د اکسفورد پوهنتون د محصلې په توګه بیرته خپل ټاټوبي ته ورګرځي.

https://p.dw.com/p/2vAGV
Malala Yousafzai
انځور: Reuters/E. Garrido

د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ په ۲۰۱۲م کال کې د وسله والو کسانو تر برید شپږ کاله وروسته د پنجشنبې په  ورځ بیرته خپل هیواد یعنې پاکستان ته تللې. د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې د ورځني ژوند په هکله د یادښتونو د یوې لړۍ تر لیکلو وروسته هغه د برید هدف وګرځیده. هغه مهال د ملاله یوسفزۍ عمر یوازې ۱۵ کاله وو.

د رپوټونو له مخې د اکسفورد پوهنتون دغه محصله له خپل مور او پلار سره یوځای د اسلام آباد په هوايي ډګر کې ښکته شوي ده. ټاکل شوې چې نوموړې به د پاکستان له لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي، سره هم وګوري. په همدې حال کې د پاکستان یوه حکومتي چارواکي بیا ویلي دي چې د ملاقاتونو حساسیت ته په کتو د هغې زیاتره کتنې به مخفي ترسره شي.

ملالې په ۲۰۰۹م کال کې هغه وخت چې عمر یې یوازې ۱۱ کلونه وو، د بي بي سي اردو څانګې له پاره ځینې لیکنې کولې. د اوږدې مودې راهیسې د نجونو د تعلیم دفاع کوونکې ملالې د پاکستان په سوات دره کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د نجونو له پاره د مناسب تعلیم په هکله لیکنې او مصاحبې هم ترسره کړي.

د ۲۰۱۲م کال د اکتوبر میاشتې په ۹ نیټه وسله والو کسانو هغه مهال ملاله یوسفر د سر په برخه کې په ډزو وویشتله، چې د ښوونځي په موټر کې د کور پر لور روانه وه.

تر دې پیښې وروسته ملاله د بریتانیا برمینګهم ښار ته د درملنې له پاره ولیږدول شوه او تر رغیدو وروسته په بریتانیا کې میشته شوه او خپلې زده کړې یې تعقیب کړې. په ۲۰۱۴م کال کې نوموړې د سولې د نوبل جایزې په ګټلو سره د دې جایزو په تاریخ تر ټولو ځوانه ګټونکې شوه.

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: