محمدي: د زندانونو په اړه راپور بې بنسټه دی
۱۳۹۰ شهریور ۱۷, پنجشنبهسره له دي چي د ملګرو ملتونو سازمان دغه راپور تراوسه نه دی خپور کړي خو آيساف واردمخه د افغانستان زندانونو ته د زندانيانو د ورليږدولو لړۍ درولې ده.
ددغه ځواکونو وياند کريستن جاکوبسن تيره ورځ په کابل کي خبريالانو ته ويلي له تيرو دوو مياشتو راهيسي افغان دولت ته د زندانيانو د ورسپارلو لړۍ درول سوې او دوی انتظار باسي چي د ملګرو ملتونو دغه راپور خپور سي.
د رپوټونو له مخي د افغانستان په زندانانو کي پر شکنجې او وهلو ټکولو سربيره ان هغوی ته بريښنايي ټکانونه هم ورکول کيږي.
خو د افغانستان د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي تيره ورځ په کابل کي د ملي امنيت له ځای ناستي رئيس رحمت الله نبيل سره ګډي خبري غونډي ته د وينا پر مهال دغه راپور بي بنسټه وباله.
ښاغلي محمدي وويل امنيتي بنسټونو له نورو نړيوالو بنسټونو سره يو ځای د افغان زندانونو له حالت څخه کتنه کړې او د زندانانو وضعيت يي ښه ارزولی دی.
ده زياته کړه سره له دي چي دغه راپور افغان دولت ته نه دی سپارل سوی خو بيا هم د نورو نړيوالو بنسټونو د ارزونو پر خلاف يي د زندانانو وضعيت ناوړه بللی.
ښاغلي محمدي دا ومنله چي تردې وړاندي د هيواد په زندانونو کي ستونزي وې، خو کورنيو چارو وزارت او ملي امنيت هغه ستونزي اوس هواري کړي دي.
دغه راز، د ملي امنيت ځاي ناستي رئيس رحمت الله نبيل وويل په هر ځل چي نړيوالو بنسټونو د افغان زندانونو له وضعيت څخه کتنه کړې د زندان په کتاب کي يي د خپل نظر ليکلو پر مهال د زندان له حالت څخه خپل رضايت ښودلی.
له بل پلوه د افغانستان د بشري حقونو د کميسون چارواکو هم د افغانستان د زندانونو په اړه د ملګرو ملتونو وروستۍ څيړني ناسمي بللي دي.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د مرکزي زون دفتر مشر شمس الله احمدزي دويچه ويله ته وويل « موږ په دې وروستيو کي د افغانستان نيږدي په ټولو ولايتونو کي د زندانانو له وضعيت څخه ليدنه کړې او زموږ راپور ښيي چي اوس د افغان زندانانو حالت ښه دی.»
د ښاغلي احمدزي په خبره تردي وړاندي د ملي امنيت په توقيف خونو کي ستونزي وې خو اوس دا ستونزي هواري سوي دي.
د افغان زندانونو په اړه د ملګرو ملتونو څيړني او د افغان چارواکو غبرګون په داسي حال کي رابرسيره کيږي چي ټاکل سوې د روان کال تر پايه د بګرام زندان افغان ځواکونو ته وسپارل سي.
خو اوس د آيساف له خوا افغانستان ته د زندانيانو د ورسپارلو لړۍ درولي سوې ده.
اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل