1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محب: که طالبان یو موټی دي، نو یو میاشتنی اوربند دې وکړي

۱۳۹۸ آبان ۷, سه‌شنبه

حمدالله محب ويلي چې طالبان بايد يو مياشتنی اوربند اعلان کړي څو ثابته کړي چې دوی پر خپلو ټولو جنګیالیو کنترول لري. دمگړۍ داسې نښې نښانې ليدل کيږي چې امريکا غواړي له طالبانو سره خبرې اترې بيرته پېل کړي.

https://p.dw.com/p/3S7oe
Schweiz Afghanistan-Konferenz 2018 in Genf | Hamdullah Mohib, Sicherheitsberater Afghanistan
انځور: picture-alliance/Keystone/S. di Nolfi

د افغانستان د ملي امنيت مشاور حمدالله محب په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې طالبان سره يو لاس نه دي او د دې ډلې ځيني قوماندانان ښايي له داعش ډلې سره يوځای شوي وي. هغه زياته کړه: «زموږ وړاندیز د يوې مياشتې اوربند دی چې بيا یې وروسته خبرې اترې ترسره شي.»

څارونکي هم ځيني وخت په دې اړه پوښتنې پورته کوي چې آیا په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر او په افغانستان کې یې د پوځي قوماندانونو ترمنځ کومه اړيکه شته او نه.

طالبانو د اوربند غوښتنه په څو ځلي رد کړې ده او يوازې په تېر کال کې یې د کوچني اختر په دريو ورځو کې خپلې وسلې پر ځمکه ايښې وې.

حمدالله محب چې په امريکا متحده ایالاتو کې د افغانستان سفير هم وو، ويلي چې په راتلونکې کې په هر ډول مذاکراتو کې افغان حکومت او همدا راز پاکستان چې د طالبانو د ملاتړ تور وربانددې لگول کيږي، بايد گډون ولري. هغه وويل: «پاکستان بايد تضمين ورکړي چې دوی به طالبان او يا ورته بله هیڅ ډله نه ملاتړ کوي او پټنځايونه به نه ورکوي.»

خو پاکستان تل د طالبانو د ملاتړولو تورونه ردوي.

امريکا متحده ایالاتو تېر کال له طالبانو سره د یوه تړون په رامنځته کولو اوږدې خبرې وکړي چې موخه یې د طالبانو له لوري د امنيتي تضمينونو په بدل کې له افغانستان څخه د زرونو امريکايي عسکرو راايستل ول. خو ولسمشر دونالد ترمپ تېر مياشت دغه خبرې اترې ودرولې.

د افغانستان د سولې له پاره د امريکا متحده ایالاتو ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد، د هغې راهيسې په پاکستان کې د طالبانو له استازو سره غیر رسمي خبرې اترې کړي دي چې دا د طالبانو سره د خبرو اترو د بيرته پيلولو امکانات زياتوي.

خليلزاد چې د يکشنبې په ورځ په کابل کې وو، د دوشنبې په ورځ يووار بيا اسلام آباد ته رسېدلی وو او هلته یې له لومړي وزير عمران خان سره هم خبرې وکړې خو تر اوسه روښانه نه ده چې آيا هغه له طالبانو سره هم ليدلي دي او که نه.

امریکا د افغانستان له سولې سره د چین د لیوالتیا هرکلی کړی

امريکا متحده ایالاتو په دې منځ کې د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر ۲۸ نيټه) د چین د هغه وړاندیز هرکلی کړی چې غواړي افغان چارواکي او طالبان سره يوه ميز ته کښينوي. طالبانو تيره اوونۍ ويلي ول چې چين ورته بلنه ورکړې چې په پيکنگ ته د مذاکراتو له پاره خپل يو پلاوی واستوي.

Afghanistan Peace Talks
امريکا د چین له خوا د افغانستان د سولې سره له ليوالتيا هرکلی کړی دی.انځور: picture alliance/AP Photo

دا به په جولای مياشت کې د قطر تر غونډې وروسته چې آلمان یې هم په رامنځته کيدو کې هلې ځلې کړې وې، د خپل ډول دويمه غونډه وي.

زلمي خليلزاد هم تیره اوونۍ په مسکو کې د چين، روسیې او پاکستان له استازو سره ليدلي ول چېرې چې څلورو هېوادونو «د هر اړخیزې او باثباته» سولې له پاره پر خپل ملاتړ ټينگار وکړ.

د امريکا متحده ايالاتو له خوا په خپرې شوې يوې گډې اعلامیې کې ويل شوي چې يادو څلورو هېوادونو هم «په پیکنگ کې د چين په کوربتوب د بين الافغاني مذاکراتو د وړاندیز هرکلی» کړی دی.   

په اعلاميه کې زياته شوې چې په دې خبرو اترو کې به «يو شمير افغان سياسي شخصيتونه» او د «افغانستان د اسلامي جمهوريت د حکومت استازي، نور افغان مشران او طالبان گډون وکړي».

خو دا خبرې اترې چې په پام کې وه د اکتوبر پر ۲۹ او ۳۰ نیټه ترسره شي، اوس ځنډيلي دي. طالبانو هم د دوشنبې په ورځ هغه رپوټ رد کړی چې گڼي طالب پلاوی پیکنگ ته د خبرو له پاره ليږدول شوی دی.

bs/ms (afp)