ماشيني غاليو اصيلو ته سخت تاوان رسولی
۱۳۸۹ اسفند ۱۷, سهشنبهد افغاني غاليو پلورونکي او توليدوونکي وايي که دغه وضعيت همدا شان دوام ومومي دا شونې ده چي د غاليو ډيری توليد کوونکي له دغي حرفې څخه لاس واخلي.
د جوزجان ولايت اوسيدونکي جمعه نظر چي په مزارشريف کي دغاليو پلورلو دوکان لري وايي:« قاچاق کونکي زموږ وطني غالۍ پاکستان ته انتقالوي او له هغه ځايه څخه بيا د پاکستان د غاليو په نوم نورو هيواودونو ته صادريږي، چي دا په خپله زموږ له هيواد سره لويه جفا ده »
يو بل تن چي جهانګير نوميږي په مزارشريف کي د غاليو د توليد کارګاه لري، غاليو ته د بازار له نشتوالي څخه سر ټکوي. « پخوا زموږ يو متر غالۍ ۱۵۰ ډالره بيه درلوده او س په سل ډالره ده او اخيستونکي هم نه لري دا چي بازار نه لرو خپل لګښتونه هم نسو پوره کولای »
په شمال کي د غاليو اوبدونکو د اتحاديې مشر عبدالستاربيک زاده وايي که دولت د افغانستان د غاليو د قاچاق څخه، چي په بيلابيلو نومونو نورو هيوادونو ته صادريږي مخنيوي ونکړي، نو د وخت په تيريدو سره به اصيلي افغاني غالۍ خپل هويت له لاسه ورکړي.
افغاني او بيا په ځانګړې توګه د افغانستان د شمالي ولايتنوغالۍ چي د کيفيت له اړخه نړيوال شهرت لري، ياد لاملونه يي په وړاندي لويي ننګوني بلل کيږي.
خو دا چي دولت به د دغه صنعت د ودي او پراختيا او يا هم د بازار موندنۍ په برخه کي څه کولای سي او که څنګه دا هغه پوښتنه ده چي د وقت په تيريدو سره به جوته سي.
عبدالحميد صافی/ مزارشريف
کتونکی: نجيب الله زيارمل