1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غاليو صنعتکاران د بازار د نشتوالي څخه سرټکوي

۱۳۸۹ مهر ۱۳, سه‌شنبه

په هرات کي يو شمېر غالي پلورونکي شکايت کوي چي غالۍ يې په هغه نرخ نه ور خرڅېږي چي لکښت پر راغلی دی. خو دولت بيا وايي چي په نړيواله کچه يې مارکېټونه ورته پيدا کړي.

https://p.dw.com/p/PVVz
يوه نجلۍ په کور کي د غالۍ اوبدلو پر مهال
يوه نجلۍ په کور کي د غالۍ اوبدلو پر مهالانځور: AP

په هرات ښار کي د غور ولايت څخه راغلی يو ۳۰ ځوان وايي چي په کور کي جوړه کړې غالۍ يې خلک اوس په هغه نرخ نه پيري چی لکښت ورباندي راغلی.

د هغه په خبره پر دې ۱۲ متره غالی باندي يې ۳ مياشتي د کورنۍ ټولو غړو کار کړی دی او اوس څوک ورته گوري لا نه.

دا په داسي حال کي ده چي د کارپوهانو په خبره يو شمېر افغان سوداگر اوس د کاونډيو هيوادونو غالۍ په نړيوالو مارکېټونو کي د افغاني غالو په نوم پلوري او د افغانستان دا څوک د باندی نه وړي.

په هرات کي د غالی پلورونکو د ټولني مرستیال رئیس عبدالظار کوفی وايي چي د غالیو دپاره د مناسب مارکټ نشتوالی د غالیو صنعت ته زیان واړاوه.

د هغه په خبره اوس ډیری هغه کسان چي، کلونه کلونه یی په دغه کسبو کار ورځنی ژوند پرمخ بیوه له کاره ستړيا ښيي.

«افغان دولت د ژمنو برخلاف صنعتکارانو ته کاري اسانتیاوي او سوداګرو ته د غالیو نړیوال مارکټونو ته د تلو ویزه اوخدمتونو کي پاته راغلی»

که څه هم د غاليو پلورنکوغیر دولتي ټولني مشرتابه د غالیو صنعت مخ پر کښته وباله خو په هرات کي د سوداګرۍ د خوني مرستیال بیا برخلاف تر بل هروخت اوس دغاليو بازار په نړیواله کچه ګرم وباله.

هغه وويل اوس مهال د افغانستان په غرب کي تر۳سوه زره کوچنۍ فابریکې فعاليت لري او تر شپږسوه زره ډير کسان چي ډيری يې مېرمني دي د کارزمينه ورته برابره سوې.

« موږ تل هڅه کړې چي د غالۍ د صنعت د پرمختګ دپاره کاروکړو. په نړيوالو بازارونو کي مو افغاني غاليو ته ځای پيدا کړی او په افغانستان کي مو هم د صنعتکاروانو سره وړ مرستي کړي دي».

د هرات د سوداګرۍ د خوني مامورين وايي غالۍ يې د هیواد په کچه اقتصادي صنعت دی او د پرمختګ دپاره يې وړ پلانونه ترلاس لاندي دي.

شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل