1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له مدیترانې څخه ۹۸ مهاجر وژغورل شول

۱۳۹۶ بهمن ۹, دوشنبه

له مدیترانې څخه د مهاجرو د ژغورنې یوه غیر دولتي سازمان په تیرو دوو ورځو کې نزدې سل کسان ژغورلي دي. خو د دې سازمان غړو روښانه کړې ده چې لا هم یو نامعلومه شمیر کسان لادرکه دي.

https://p.dw.com/p/2rgzk
Spanien | NGO "Proactiva Open Arms"
انځور: Getty Images/AFP/A. Messinis

په مديترانې سمندر کې د کډوالو د ژغورولو اروپايي غیر دولتي سازمان یا (SOS Mediterranee) د يکشنبې په ورځ وویل چې د ډوبیدو په حال کې له یوې کښتۍ څخه یې ۹۸ کسان ژغورلي دي. د دې سازمان په خبره دغه کسان د «اکواريوس» په  نامه کښتۍ له خوا په داسې حال کې چې د مرګ له ګواښ سره مخامخ ول ژغورل شوي دي. زیاته شوې ده چې د ژغورل شویو کسانو وضعیت ډیر خراب وو او بیړنیو مرستو ته يې اړتيا لرله.

دې سازمان روښانه کړې چې د شنبې او یکشنبې ورځې یې دوه کاله مخکې د کار له پیل راهیسې تر ټولو سختې ورځې وې.

په «اکواريوس» کښتۍ کې د بې پولې ډاکټرانو له ټيم څخه نرسې سوفیه نینورشو، وویل: «یو پر بل پسې داسې کسان راوړل کیدل چې بې هوښه به ول او ساه به یې نه شوای اخیستی.»

د ژغورونکو د رسیدو پر مهال، د هغې ربړي کښتۍ چې مهاجر په کې سپاره ول، د یوې خوا باد لا وختي وتلی وو. په کښتۍ کې سپرو کسانو هم ژغورونکي واسکټونه پر تن نه لرل او ځینې یې لا وختي اوبو ته لویدلي ول. په دغو کسانو کې دوه ماشومان هم شامل ول. لا تر اوسه پورې هم د ماشومانو په ګډون یو نامعلومه شمیر کسان لادرکه دي.

د شنبې په شپه هم له «اکواریوس» کښتۍ څخه د ايټالې سمندري بيړنيو مرستو مرکز «ام آر سي سي» له خوا د مرستې غوښتنه شوې وه. خو دغې کښتۍ ځکه خپل مرستې و نه شي رسولی چې د لیبیا ساحلي ګارد له هغوی څخه د سیمې پریښودو غوښتنه وکړه او د هر ډول مرستو له ورکړې یې ډډه وکړه.

زموږ له آرشیف څخه: